1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او شریف د ترهگرۍ پر ضد پر گډې مبارزې ټینگار وکړ

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۳ آبان ۲۱, چهارشنبه

اقتصاد او د تروریزم پر وړاندی گډه مبارزه په برلین کې د آلمان او پاکستان د صدراعظمانو د خبرو اترو اصلي موضوع وه. نواز شریف آلمان پانگونې ته وهڅوه او په د تروریزم پر وړاندې یې د مبارزې ژمنتیا څرگنده کړه.

https://p.dw.com/p/1Dlga
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، له لیدنې کتنې وروسته د خپلمنځي همکارۍ ژمنه وکړه. میرکل وویل چې په اقتصادي برخه کې د اصلاحاتو او امنیتي وضعیت د ښه کولو له لارې پاکستان کولای شي بهرنې پانگونې ته لاره هواره کړي.

د آلمان په پلازمینه برلین کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره د یو گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې میرکل وویل چې د پاکستان او آلمان تر منځ په اقتصادي برخه کې د اړیکو د ښه کولو له پاره امکانات موجود دي. هغې زیاته کړه: «زه باور لرم چې دغې لیدنې کتنې دا امکانات برابر کړي چې د دواړو هیوادونو اړیکی لا پسې پیاوړې شي. که وضعیت ښه شي نو کیدای شي د پانگونې په سکتور کې چټکتیا رامنځته شي.»

میرکل اعتراف وکړ چې په پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت د بهرنیو کمپنیو له پاره په دغه هیواد کې د پانگونې په برخه کې لوې خنډ دی. هغې وویل چې د نواز شریف حکومت له پاره ډیر مهم دی چې په دغه هیواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو له پاره اساسي گامونه پورته کړي څو بهرني پانگوال پانگونې ته زړه ښه کړي.

د آلمان خبري آژانس په حواله په دې غونډه کې د ترهگرۍ د له منځه وړلو له پاره د پاکستان د فعالیتونو او په افغانستان کې له طالبانو سره د ممکنه خبرو اترو په برخه کې د دغه هیواد د نقش په شان موضوعاتو پر سر بحث وشو.

نواز شریف په خپل وار سره د آلمان او پاکستان اړیکې وستایلې: «آلمان د پاکستان په بهرنې پالیسی کې یو ځانگړې مقام لري. موږ له اوږدې مودې راهیسې تودې او دوستانه اړیکې لرو. زه او صدراعظه میرکل په دی باور یو چې دغه متقابله اړیکې نورې هم سره پیاوړي کړو.»

په دې خبري کنفرانس کې د پاکستان صدراعظم په سیمه کې د ترهگرۍ پر ضد د مبارزی د دوام ژمنه وکړه: «په هر قیمت چې کیږي موږ به ترهگرۍ له منځه یوسو».

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې طالبانو ته د خبرو اترو وړاندیز کړی وو. نواز شریف هم په دې برخه کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړی ده. په دغه خبري کنفرانس کې میرکل وویل چې د روان کال تر پایه پورې په افغانستان کې د آلمان د جنگي ماموریت پای ته رسیدو سربیره به د برلین حکومت د کابل له چارواکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

میرکل وویل: «موږ غواړو چې په افغانستان کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ نه شي. موږ فکر کوو چې یو باثباته افغانستان د پاکستان په گټه دی.»

د برلین تر دورې وروسته شریف اوس لندن ته رسیدلې دی، څو د دغه هیواد له چارواکو سره د انرژې په برخه کې د خبرو اترو ترڅنگ د پانگونې په یوه کنفرانس کې هم گډون وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب