1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل او شویبله د جی ۲۰ په غونډه کې ګډون کوي

۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15H2W

نن په مکسیکو کې د جي شل په نامه د صنعتي او پرمختیا په درشل کې د مهمو هیوادونو سرمشریزه پیل کیږي. په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې په لاس کابوس کې جوړیږي، تر ټولو د مخه د یورو د هیوادونو د مالي بحران په اړه خبرې اترې تر سره کیږي.

همدارنګه به په لویو ښارونو کی د چاپېریال ساتنې، دوامداره پرمختګ، او زیر بنایي چارو په اړه هم بحثونه تر سره سي. د آلمان صدراعظمه انګېلا میرکل به د دغه هیواد د مالیې د وزیر وولفګنګ شویبله سره په ګډه په دغه سرمشریزه کې برخه واخلي. په پلان کې ده چې دوی به وروسته د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما او د چین د جمهور رئیس هو جینتاو سره هم وګوري.