1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل بيا له پوتین سره تليفوني خبري کړي دي

مسعود جهش (dpa, afp, rtr)۱۳۹۳ مرداد ۱۶, پنجشنبه

آلمان پر روسیې باندي خپلو فشارونو ته دوام ورکوي، څو په اوکراین کې پر روسي پلوه بېلتون غوښتونکو باندي خپل فشارونه ډیر کړي. له بلې خوا بیا روسیه غواړي پر لویدویځ باندي د بندیزونو له کبله متقابل فشار وارد کړي.

https://p.dw.com/p/1Cqdi
انځور: Getty Images

تر یوې اوږدې چوپتیا وروسته د آلمان صدراعظمي انگلا میرکل، یووار بیا د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تليفوني خبري کړې دي. په برلین کې یوه حکومتي ویاند ویلي دي چې میرکل له پوتین څخه غوښتي دي چې د اوکراین په ختیځ کې پر روسي پلوو بېلتون غوښتونکو باندي له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د اوربند غوښتنه

میرکل له پوتین سره په خبرو کې ویلي دي چې مسکو باید پر بېلتون غوښتونکو باندي فشار رواړي چې له کیف سره یوه اوربند ته غاړه کیږدي. میرکل همداراز په دې اړه اندېښنه څرگنده کړې ده چې ویل کیږي روسیه اوکرایني بیلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي.

تر دې دمخه امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني پر روسیې باندې تور لگولی وو چې د اوکراین د کړکیچ د حلولو په موخه کافي اقدامات نه کوي. له همدې کبله دغو دوو متحدینو تیره اوونۍ پر مسکو باندي خپل اقتصادي بندیزونه لا سخت کړي چې له کبله د روسیې پوځي، انرژي او د تکنالوژي سکتورونه متضرر کیږي.

روسیې د دغو بندیزونو پر وړاندي غبرگون وښود او له شمیر هغو هیوادونو څخه یې د زراعتي محصولاتو پر واردانو باندي بندیز لگولی دی چې پر دې هیواد باندي یې تحریمونه وضع کړي دي. په دې ترتیب سره حکومت د یو شمیر محصولات نوملړ چمتو کړی دی چې له خاصو هیوادونو څخه واردات بند او یا هم محدود شوي دي.

ویل شوي دي چې د دې بندیز په پایله کې به له امریکا متحده ایالاتو څخه روسیې ته د ټولو خوراکي موادو پر وارداتو باندي بندیز وگلول شي خو پر اروپایي هیوادونو باندي د میوو او ترکاریو په برخه کې بندیزونه وضع شي.

له بلې خوا بیا امریکا متحده ایالات وایي چې له دغه شان بندیزونو سره روسیه خپل اقتصاد ته هم تاوان روسوي. په واشنگټن کې د ملي امنیت له شورا څخه لاورا لوکاس مگنوسن، وویل چې دغه اقدام به روسیه په نړیوال کچه لا ډیرپه انزوا کي کړي. له بلې خوا بیا د روسیې مرکزي بانک ویلي دي چې په دې سره کیدای شي انفلاسیون لوړ شي او د روسانو د پیریدني قدرت ښايي راولویږي.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اوکراین له پوځ سره مرستې اوس ضروري نه دي ځکه د هغه په خبره بېلتون غوښتونکي د پوځ پر وړاندي قوي نه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب