1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د اسلام په تړاو د ځانګړي قانون اړتيا نسته

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ویلي چې د یو شمیر سیاستوالو له خوا په المان کې د میشت مسلمانانو له پاره د یوه خاص قانون جوړونې د وړاندیز مخالفه ده. د میرکل په خبره د یوه مذهبي اقلیت له پاره د قانون جوړول به ناسم کار وي.

https://p.dw.com/p/2cNNH
Brüssel EU Gipfel Brexit Verhandlungen Merkel
انځور: Getty Images/AFP/O. Hoslet

د آلمان په کولون ښار کې د (KNA) خبري آژانس په حواله د مسیحي اتحاد محافظه پاله ګوند پورې اړوند د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل ویلي دي چې نوموړۍ دا خبره ردوې چې د آلمان حکومت دي د«اسلام په تړاو قانون» په نوم کوم خاص قانون جوړونه معرفي کړي.

میرکل د«کولنر شټټ انڅایګه» ورځپاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې د چهارشنیې په ورځ خپره شوی ده ویلي دي هغه له دې نظر سره مخالفه ده چې د کوم ځانګړي مذهبي ټولنې له پاره دې یو خاص قانون رامنځته کړای شي.

د آلمان صدراعظمې د حکومت د مشرې په توګه د خپل دریځ څخه د دفاع په ترڅ کې زیاته کړه چې په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو د ټولنیز ادغام بهیر د بهتره کولو له پاره «اسلامي کنفرانس» له پخوا څخه موجود او یو ډیر ښه اساس یا پلیټ فارم دی کوم چې ګټور امکانات برابروي.

څو اونۍ مخکې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د خپل ګوند ( CDU) د لوړپوړو سیاستوالو له خوا غوښتنه شوې وه چې په آلمان کې باید د اسلام  په تړاو يو ځانګړی قانون نافذ کړای شي، چې په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو حقونه او مکلفیتونه په تفصیلي شکل سره را ونغاړي.

په هغه وخت کې هم د میرکل د ګوند یو شمیر مهمو شخصیتونو او د آلمان د کلیساګانو ټولنو د دې نظر ډیر سخت مخالفت کړی وو.

همدارنګه د آلمان د مالیې وزیر وولفګنګ شوئیبله، چې د «اسلامي کنفرانس» په کلنۍ غونډه کې د حکومت او عیسویانو تر منځ د کلنۍ عنعنوي غونډې یو له بنسټ ایښودونکو څخه دی ویلي وو چې د فدرالي حکومت په کچه د داسې هر ډول قانون جوړول به کومه ښه تګلاره نه وي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (19.11.2016):