1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: موږ په افغانستان کې د افغانانو ساتنه کوو

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو د وتلو لړۍ تربندیدو وروسته، د آلمان صدراعظمه هم په دغه هیواد کې د خپلو لا زیاتو سرتیرو ځای پر ځای کول له امکان څخه لیرې نه بولي.

https://p.dw.com/p/1GtcO
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان صدراعظمې د جمعې په ماښام (اکتوبر میاشتې۲۳) د دغه هیواد په زاربروکن ښار کې وویل: «دا چې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ۲۰۱۶ کال وروسته غځولی دی ډیر ارزښت لري. دا مساله په افغانستان کې د لا زیاتو آلماني سرتیرو او نورو متحدینو له پاره ډیره مهمه ده.»

د آلمان لومړۍ وزیرې په عاجل ډول له سیمې او خپل هیواد څخه د تیښتې انگیزې پای ته رسولو ضرورت ته په اشارې کولو سره وویل: «موږ غواړو په دې توگه د افغانستان خلکو ته ووایو چې موږ دوی نه هیروو، بلکې موږ د دوی په هیواد کې د دوی ساتنه کوو.»

د ناټو غړو هیوادونو په پیل کې پلان کړې وه چې د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر را ټیټ کړي. خو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او طالبانو بریدونو ته په کتلو سره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د تیرې پنجشنبې په ورځ تصمیم ونیوه چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې خپل ۹۸۰۰ سرتیري په دغه هیواد کې وساتي.

همدارنگه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارتین شیفر، د جمعې په ورځ په برلین کې وویل: «په دې ترتیب سره به زموږ ځواکونه د امریکا متحده ایالاتو له ځواکونو سره په گډه، نه په ۲۰۱۵ او نه هم په ۲۰۱۶ کال کې، بلکې تر دې نیټې وروسته له امریکايي ځواکونو سره په ګډه له افغانستان څخه ووځي..»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب