1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د ترمپ سیاستونه امریکا ستره نه، بې اهمیته کوي

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

انګلا میرکل ویلي چې که ولسمشر ترمپ ټوله نړۍ له پامه غورځوي، هغه په هیڅ صورت نه شي کولای چې امریکا ستره کړي. میرکل زیاتوي چې آلمان به په اتوماتیک ډول د شمالي کوریا پر وړاندې د جګړې له پاره د امریکا پر لار روان نشي.

https://p.dw.com/p/2ik8f
G20 Hamburg Trump Merkel Tusk
انځور: Reuters/I.Langsdon

د چهارشنبې په ورځ د هنډلزبلت ورځپاڼې له لوري په یوې جوړې شوې غونډې کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ته ځینې ترخې خبرې درلودې.

میرکل خبردارۍ ورکړ چې د شمالي کوریا پر وړاندې د امریکا د یوې احتمالي جګړې له پاره به آلمان په پټو سترګو په متحده ایالاتو پسې ولاړ نشي. نوموړې زیاته کړه چې د ترمپ د «لومړي امریکا» سیاست امریکا له دې خطر سره مخ کوي چې په نړیواله کچه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

انګلا میرکل د امریکا د ولسمشر د هغه ټینګار خلاف چې وايي د هغه د انزوا سیاست به متحده ایالت د خپلو رقیبانو پر وړاندې بریالی کړي، وویل چې «داسې یوه امریکا چې د نورې نړۍ په هکله فکر نه کوي او یوازې د خپل ځان په هکله فکر کوي نه ستریږي.»

میرکل په دې غونډه کې د شمالي کوریا په هکله تر پخوا ډیرې سپینې خبرې وکړې. هغې وویل چې آلمان نه غواړي چې د نړۍ په یوه بله برخه کې په یوه جګړه کې ښکیل شي.

«زه موافقه نه یم چې دپلوماسي نتیجه نه ورکوي»

میرکل په دې غونډه کې همدا راز وویل چې له دې سره موافقه نه ده چې دپلوماتیکې هڅې ستړې شوي دي. نوموړې څرګنده کړه چې د شمالي کوریا ګاونډیان لکه چین، جاپان او جنوبي کوریا په دې کې ډیرې ګټې لري چې له پیونګیانګ سره خپلې اړیکې د امکان ترحده سوله ایزې وساتي. میرکل ټینګار وکړ چې لویدیځ هیوادونه دنده لري چې دې هدف ته د رسیدو په برخه کې د شمالي کوریا د ګاونډیو مرسته وکړي.

د آلمان صدراعظمې روښانه کړه چې هغه به له یوه کوچني دکتاتور هیواد سره د امریکا د شخړې ډګر ته په اتوماتیک ډول ور ونه دانګي. میرکل د ناټو په اړه د ولسمشر ترمپ د څرګندونو په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د ناټو متحدین خپله ونډه ادأ کوي.

په عین وخت کې هغې زیاته کړه چې آلمان به هڅه وکړي ترڅو هغه حالت ته ځان ورسوي چې د خپلو داخلي عوایدو دوه سلنه برخه پر دفاعي لګښتونو مصرف کړي. خو دغې آلمانۍ سیاستوالي ټینګار وکړ چې دغه پیسې به د آلمان د کومو ټولنیزو خدمتونو له لګښتونو کمې نه کړل شي.