1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د« دخاو» له کمپ څخه لیدنه وکړه

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۲ مرداد ۳۰, چهارشنبه

د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل، د نازیانو د اجباري کار او ځورونې له کمپ «دخاو» څخه لیدنه وکړه. میرکل د نازیانو د ظلم او تیري څخه له بچ پاتې شویو کسانو سره د لیدنې تر څنګ په هغه وخت کې د وژل شویو کسانو یادون هم وکړ.

https://p.dw.com/p/19Ttq
انځور: Reuters

میرکل د آلمان لومړنۍ صدراعظمه ده چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د نازیانو د ځورونې له دغه کمپ څخه لیدنه کوي. میرکل د دغه کمپ څخه د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې وویل چې د ښي اړخه آیډیالوژي لرونکي کسان د آلمان د راتلونکې له پاره ډیر زیات خطرناکه دي. میرکل زیاته کړه: «دا زما له پاره یوه ډیره مهمه شیبه ده. دلته د وژل شویو کسانو یاد ماته د غم او شرمندګۍ احساس راکوي.» هغې زیاته کړه:«موږ باید په دیموکراتیکې اروپا کې دا ډول ښي اړخه ایډیالوژي تر خپل نظر لاندې وساتو او د هغې د پراختیدو مخه ونیسو.»

میرکل تر خپلې وینا وروسته د جبري کار او ځورونې د دغه کمپ له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه. هغې د نازیانو د ظلم او تیري له امله د وژل شویو کسانو په یادون د احترام مراتب ادأ کړل او د ګلانو ګیډۍ يې کیښوده.

د« دخاو» په نامه د ځورونې او جبري کار کمپ د آلمان د مونشن له ښار څخه ۱۶ کیلو متر واټن لري. دا کمپ په ۱۹۳۳ میلادي کال کې د ادولف هتلر واک ته تر رسیدو وروسته نازیانو جوړ کړې وو. په دغه کمپ کې به یهودان، همجنس بازان او سیاسي مخالفین ساتل کیدل.

د نازیانو ځانگړو یا د ضربې ځواکونو (Schutzstaffel) په دغه کمپ کې له ۲۰۰۰۰۰ څخه زیات کسان بندیان کړي ول. له دې کمپ څخه به د هغه ظلم او تیري له کبله چې په کې ترسره کیده، د نورو کمپونو له پاره د نمونې په توګه یادونه کیده. مخکې تر دې چې دغه کمپ په ۱۹۴۵ کال کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا وتړل شي، په کې لږ تر لږه ۳۰۰۰۰ انسانان وژل شوي ول.

د میرکل سیاسي مخالیفونو د هغې پر دغې لیدنې سختې نیوکې کړې دي. مخالف سیاسي مشرانو د ټاکنیزې مبارزې پر مهال د جبري کار له دغه کمپ څخه د میرکل لیدنه بې فایدې بللې ده.

د دغې لیدنې پر مهال ۹۳ کلن میکس من هایمر، هم د میرکل سره ملګرتیا وکړه. من هایمر یو له هغو کسانو څخه دی چې د اجباري کار له دې کمپ څخه ژوندی وتلې دی. هغه د پخوانیو بندیانو د یوې کمیټې مشر هم دی. د ده د کورنۍ شپږ تنه غړي د هولوکاست پر مهال وژل شوې ول.