1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د سه شنبې په ورځ آتن ته سفر کوي

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه
https://p.dw.com/p/16LY5

د المان صدراعظمه انگلا میرکل به د یونان له صدراعظم انتونیس سماراس سره د خبرو اترو له پاره د سه شنبې په ورځ آتن ته سفر وکړي. د سماراس دولت په دی هڅه کې دئ چې پور ورکوونکي هیوادونه د راتلونکي قسط په ورکولو راضي کړي.

سماراس تیره ورځ ویلي وو که چیرې د نومبر د میاشتې وروسته یونان ته د مرستو بل قسط ور نه کړل شي دغه هیواد به د اقتصادي لحاظه د خپلو پورونو د ادا کولو جوگه نه اوسي. د میرکل سفر د هغه بلنې په ترڅ کې تر سره کیږي چې د اگست په میاشت کې سماراس برلین ته د خپل سفر په وخت میرکل ته ورکړی وو.