1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د مهاجرو سیاست په برخه کې خپله تیروتنه ومنله

آژنسونه/ ن.ش۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل تیره ورځ په برلين کې او تر هغه یوه اونۍ مخکې په مکلنبورګ فورپومرن، ایالتونو کې د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې د خپل ګوند تر ماتې وروسته، د مهاجرو د سیاست په برخه کې پر خپلې تیروتنې اعتراف وکړ.

https://p.dw.com/p/1K52s
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د المان صدراعظمې انګلا میرکل د دوشنبې په ورځ د خپل ګوند(د آلمان مسیحي دیموکرات) د رهبري هيئت په غونډه کې د مهاجرو د سیاست په برخه کې پر خپلې تیروتنې اعتراف وکړ. میرکل وویل:

«که کولی مې شوای نو وخت به مې د ډیرې کلونو له پاره شاته راګرځولی وای، څو په دې توګه توانیدلی چې د آلمان ټول حکومت، او مسئولين د وضعيت له پاره په ښه توګه اماده کړم. هغه وضعیت چې د ۲۰۱۵ کال د دوبي په پای کې موږ ورسره په داسې حالت کې مخامخ شو چې تیاري مو ورته نه درلوده.»

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند مشرۍ په برلين کې د پارلماني ټاکنو په ترڅ کې د خپل ګوند سخته ماته یو ډیر تریخ حقیقت وباله او خپل ځان یې د دغې ماتې د مسئولیت په برخ کې شریک وباله.

میرکل زیاته کړه چې د برلين په ټاکنو کې د دغې ناوړه پایلې یو دليل هم دا وو چې د مهاجرو د سیاست موخه او مسير په سمه توګه خلکو ته نه ده روښانه شوې، او بله دا چې تیر کال آلمان ته د ډیرو زیاتو مهاجرو راتګ په موقتي توګه وضعیت له کنترول څخه وایست.

میرکل په دغه ځانګړې ګوندي غونډه کې ټينګار وکړ چې په دې برخه کې به هڅه وکړي چې یو وار بیا دا ډول کړکیچ تکرار نشي: «هیڅ څوک نه غواړي چې دا وضعیت تکرار شي، زه هم دا نه غواړم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب