1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: له اوباما سره مخه ښه ستونزمنه ده

۱۳۹۵ آبان ۲۸, جمعه

میرکل له اوباما څخه د واشنګټن او برلین تر منځ د اته کلنې نزدې همکارۍ له کبله مننه کړې ده. دواړه مشران په داسې حال کې سره ویني، چې د میرکل منتقد دونالد ترمپ په نزدې وخت کې د امریکا واک په لاس کې اخلي.

https://p.dw.com/p/2Srxy
Deutschland | US-Präsident Obama wird von Bundeskanzlerin Merkel in Empfang genommen
انځور: Reuters/F. Bensch

ولسمشر بارک اوباما او صدراعظمه میرکل، په تیرو اتو کلونو کې سره ډیر نزدې متحدین پاتې شوې دي. اوباما ویلي دي چې که هغه کولای شوای نو خپله رایه به میرکل ته ورکړې دی. دواړو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په برلین کې یوه ګډ خبري کنفرانس ته خبرې وکړي په کوم کې چې اوباما، میرکل ته د "یوې ډیرې ښې همکارې" خطاب وکړ.

میرکل بیا وویل، په داسې حال کې چې هغې ځینې وختونو له اوباما سره پر موضوعګانو باندې د نظر توافق نه لره، خو له خپل امریکایي سیال سره یې په تیرو اتو کلونو کې پر ډیرو موضوعګانو کار کړی دی. هغې وویل: "دا زما له پاره سخت کار دی چې اوباما ته په مخه ښه ووایم."

«د لويو ستونزو هواری»

دواړو هڅه وکړه چې په خبري کنفرانس کې مثبته فضا وساتي، خو په داسې حال کې چې ټاکل شوی ولسمشر دونالد ترمپ د خپل کار پیلولو ته چمتوالی نیسي، د نورو تر څنګ دا خبره هم روښانه نه ده چې هغه به د اروپا او آلمان پر وړاندې څه ډول سیاست ولري.

ولسمشر اوباما وویل: "د دې له پاره چې موږ په نړۍ کې د لویو ستونزو په حلولو وتوانیږو، دا زموږ په ګټه ده چې له روسیې سره کار وکړو." خو امریکایي ولسمشر هیله څرګنده کړه چې که ولسمشر پوتین امریکایي ارزښتونه او نړیوال نورمونه له پامه وغورځوي نو د امریکا نوی ولسمشر به یې پر وړاندې ودریږي. دا په داسې حال کې ده چې دونالد ترمپ په وار وار ویلي دي چې هغه له روسیې سره ښې اړیکې غواړي.

ولسمشر اوباما په خپل وروستي رسمي سفر کې د تیر په څیر په برلین کې ډیر شمیر کسانو ته وینا و نه کړه او په عوض یې یوازې د چهارشنبې په شپه له میرکل سره خصوصي ډوډۍ وخوړه، د پنجشنبې په ورځ یې له ARD او "دیر شپیګل" سره مرکې وکړې او بیا یې له میرکل سره ولیدل.

ولسمشر اوباما په داسې حال کې د خپل هیواد واک دونالد ترمپ ته سپاري چې اروپا او امریکا تر منځ د ډیرو موضوعګانو برخلیک لا هم روښانه نه دی. له ناټو نیولې بیا د پاریس د چاپیریال تر تړون پورې، ټولې هغه موضوعګانې دي چې په اړه یې د دونالد ترمپ سیاست نامعلومه دی. د وخت له تیریدو سره ښایي روښانه شي چې اروپا او امریکا په کوم لور روانیږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (17.11.2016):