1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: له یونان سره به د ریفرمونو په برخه کې مرسته وکړو

۱۳۹۱ مهر ۱۹, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16NBQ

له دې هیلې سره چې پوره وړی هیواد یونان د یورو په زون کې پاتې شي، د المان صدراعظمه انگلا میرکل تیره ورځ بیرته خپل هیواد ته راستنه شوې ده. د المان صدراعظمې په آتن کې د دولت د مشر آنتونیوس سماراس او د دغه هیواد له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته ویلي چې د سپما د پروگرام په ترڅ کې له یونان څخه غوښتنې ډیرې دي. هغه زیاته کړې ده چې المان به له یونان سره د ریفرمونو په برخه کې مرسته وکړي. آتن ته د میرکل د سفر پر وخت ستر لاریونونه هم تر سره شوي وو.