1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل مسکو ته ورسیده

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۰, یکشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د یکشنبې په ورځ مسکو ته ورسیده چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پخوانی شوروي د وژل شویو سرتیرو د یادون په مراسمو کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1FNgI
انځور: Reuters/Host Photo Agency/RIA Novosti

تر دې مخکې میرکل د روسیې له خوا د دویمې نړیوالې جګړې د پای په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې وه. روسیې د شنبې ورځې په مراسمو کې لوي پوځي رسم ګذشت ترسره کړ خو د میرکل په ګدون ډیر شمیر لویدیځو مشرانو په دې مراسمو کې د کریمیا پر وړاندې د روسیې د دریځ له کبله ګډون و نه کړ.

ویل کیږي چې میرکل د یکشنبې په ورځ د دې موضوع د جبرانولو له پاره چې د شنبې ورځې په مراسمو کې یې ګډون نه وو کړی، مسکو ته ورسیده. هغې په دې ورځ په دویمې نړیوالې جګړې کې د وژل شویو ګمنامو پخواني شوروي سرتیرو په یادون د ګلانو ګیډۍ هم کیښوده. پر دې سربیره به هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین سره هم خبرې اترې وکړي.

د روان کال په فبروري میاشت کې هم ولسمشر ولادیمیر پوتین د میرکل او فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند کوربه وو. په دې ناسته کې د اوکراین د وضعیت په اړه خبري اترې وشې. د فبروري میاشتې سفر په اوکراین کې د کړکیچ تر پیلیدو وروسته، روسیې ته د صدراعظمې انګلا میرکل لومړی سفر وو.

د ۲۰۱۴ کال په جریان او بیا په وروستیو څو میاشتو کې میرکل د اوکراین د کړکیچ په اړه خبرو اترو کې یو کلیدي نقش لوبولی دی.

«هر هغه څوک چې مو غوښتل ووینو، دلته وو»

پوتین چې د شنبې د ورځې مراسم یې له خپل چینایي سیال شي جین پینګ، سره یوځای ولیدل، هڅه وګړه چې د لویدیځو هیوادونو مشرانو نه ګدون کم ارزښته وښيي.

هغه د شبې ورځې په ماښام په یوې تلویزیوني وینا کې وویل: «هر هغه څوک چې موږ غوښتل ووینو دلته موجود وو.»

پوتین په عین حال کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پخواني شوروي له متحدینو امریکا متحده ایالات، انګلستان او فرانسې څخه مننه وکړه چې په جګړه کې د بریا ترلاسه کولو کې یې خپله ونډه لرله.

پوتین د چک له ولسمشر سره د شنبې په ورځ د خبرو پر مهال وویل چې له لویدیځو هیواد سره د اړیکو ښه کیدل مهم دي. د چک ولسمشر د اروپايي هیوادونو له ډلې څخه د ډیرو کمو مشرانو په ډله کې وو چې د شنبې ورځې په مراسمو کې یې ګډون کړی وو.

پوټین د چک ولسمشر ته خطاب وویل: «دا موږ نه وو چې له اروپا سره مو د اړیکو سړیدلو ته لمن ووهله. خو زه هیله لرم او داسې فکر کوم چې د ستاسو په شان سیاستول به وشي کولای چې نه یوازې اړیکې بیرته سمې کړې، بکلې هغه به پر مخ یوسي.»

د پوتین په څیر نورو روسانو هم هڅه وکړه چې د لویدیځو مشرانو نه ګدون کم اهمیته وښيي. هغوی د شپې له خوا هم د دویمې نړیوالې جګړې لمانځنې ته دوام ورکړ او د جګړې د دوران سندرې یې وویلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب