1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل نن یونان ته په رسمي سفر ځي

۱۳۹۱ مهر ۱۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16MhV

د المان صدراعظمه انگلا میرکل د یونان د لومړي وزیر انتونیس سماراس په بلنه نن دغه هیواد ته د شپږو ساعتونو له پاره په رسمي سفر ځي. د رپوټونو په حواله د یونان په پلازمینه آتن کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. په لاریونونو باندې د محدودیتونو د وضع کولو سربیره تیره ورځ په زرونو کسان سړکونو ته راوتلی وو. په یونان کې د اقتصادي د بحران د پیل راهیسې دا د میرکل دغه هیواد ته لومړی سفر دئ. د المان د دولت ویاند شټیفن زایبرت ویلي، په پام کې نه ده چې میرکل به د خپل دغه سفر په ترڅ کې کومې مهمې پریکړې اعلان کړي.