1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل هڅه کوې چې شوبله د یوروگروپ مشر شي

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه

د یوي الماني ورځپاڼي د یوه رپوټ په حواله د المان صدراعظمي انګلا میرکل، خپل د مالیې وزیر د ایرو ګروپ یورو گروپ د مشرۍ له پاره وړاندیز کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/14Lhu
انځور: dapd

د «Financial Times Deutschland» د یوه رپوت په حواله میرکل د خپلي کابیني د مالیې وزیر ولف ګنګ شوبله، د یوروگروپ «Eurogroup» د مشر په توګه وړاندیز کړی دﺉ.

دغې ورځپاڼي د جمعې په ورځ لیکلي دي چې په بروکسل او د اروپايي هیوادونو په نورو پلازمینو کې داسی ویل شوي دي چې میرکل د اروپايي هیوادونو مشران دې ته هڅوي چې شوبله د یوروگروپ د مشر په توګه وټاکي. د یوروگروپ اوسنی مشر لوګزمبورګ لومړی وزیر دﺉ چې د جون په میاشت کې خپله دنده پای ته رسوي.

شوبله د اروپا د مالي کړکیچ په دوران کې ویلي وو چې په هیوادونو کې باید د مالي بحرانونو اصلي لاملونه له منځ ولاړ شي.

د Financial Times Deutschland ورځپاڼي ویلي دي چې د یوروگروپ د مشري له پاره دویم احتمالي کاندید د فنلاند لومړي وزیر وو چې اوس نه غواړي د دغي دندي له پاره ځان ونوموي.

په یوروگروپ زون کې د اروپایي هیوادونو د مالیې وزیران سره غونډي کوي او د اروپا د اقتصاد په اړه مهمي پریکړي کوي.

د یوروگروپ د مشر د ټاکلو پریکړه کیدای شي چې د فرانسې د ټاکنو تر پایله پوري وځنډول شي. په دې ترتیب سره به نو د مې له میاشتي وروسته د دغي دندي له پاره یو نوماند وټاکل شي.

دا په داسي حال کې ده چې ځيني رپوټونه ښيي چې د فرانسي ولسمشر نیکولای سرکوزي، اندیښنه لري چې د یوروگروپ د مشر په توکه د یوه الماني ټاکنه به دغه هیواد ته په اروپا کې ډیر واک ورکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض