1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په G20 غونډه کې ښايي پر ځینو موضوعاتو توافق رامنځته نه شي

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د G20 تر غونډې مخکې د آلمان له صدراعظمې انګلا میرکل، سره خبرې کړې دي. تر دې مخکې میرکل ویلي وو چې تمه نه لري په دې غونډه کې به پر ډیر اختلافي موضوعګانو باندې توافق رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/2fsnH
Belgien Nato-Gipfel | Trump und Merkel
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دواړو مشرانو د اقلیم، د ښځو د کاروبار، تجارت او په ځانګړې ټوګه په نړۍ کې د فولادو پر ډیرې عرضې باندې خبرې کړې دي.

په بیانیه کې راغلي دي: «ولسمشر ویلي دي چې هغه غواړي له صدراعظمې میرکل سره مرسته وکړي چې دغه غونډه بریالۍ وي.»

ترمپ او میرکل به د دریم ځل له پاره د پنجشنبې په ورځ سره وویني. په دې ترتیب به دواړه مشران په هامبورګ کې د G20 دوه ورځنۍ غونډې تر پیلیدو مخکې سره خبرې اترې وکړي. تمه کیږي چې په دې غونډه کې به د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي هیوادونو تر منځ د آزادې سوداگرۍ، دفاعي لگښتونو، مهاجرت او د اقلیم بدلون په موضوعاتو کې ژور اختلافات بربنډ شي.

تر دې مخکې په مې میاشت کې اروپا ته د ولسمشر ترمپ سفر، د دې قارې مشران حیران کړی وو. د آلمان صدراعظمې خو آن بیا وروسته وویل چې اروپا نور پر امریکا متحده ایالاتو باندې اتکا نه شي کولای.

تیره اوونۍ، میرکل د اروپا له نورو مشرانو سره ولیدل او د اقلیم پر ساتنې باندې یې ټینګار وکړ. هغې همداراز پر آزاد بازار باندې هم ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ترمپ د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې، د «امریکا لومړۍ» له شعار سره په ټولو مواردو کې د امریکا متحده ایالاتو اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.

میرکل ويلي وو: «زموږ تر منځ توپیرونه ډیر واضح دي، او که زه د دغو توپیرونو د پټولو هڅه وکړم نو صادقه نه یم. زه به دا کار و نه کړم.»

میرکل د دوشنبې په ورځ هم روښانه کړه چې له راتلونکې غونډې هم ډیره تمه نه شي کیدای. هغې په برلین کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ د امریکا د حکومت له موقفه خبر یو او تمه نه لرو چې دغه موقف به هامبورګ ته د یوه دوه ورځني سفر له کبله بدل شي او په ناڅاپي توګه به په یوه اعلامیه کې څرګند شي.»

میرکل روښانه کړه چې که څه هم په دې غونډه کې به د ترهګرۍ د تمویل پر ضد مبارزې په برخه کې توافقونه ترلاسه شي، خو بیا به هم ډیرې موضوعګانې همداسې پاتې شي.