1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل چین ته خپل دوه ورځینی سفر پیل کړ

۱۳۹۱ شهریور ۹, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1602X

د المان صدر اعظمه انگلا میرکل، به نن په پیکینک کې د چین له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

هغه له یوه لوړپوړي الماني پلاوي سره د چین په یوه دوه ورځیني سفر تللې ده.

میرکل به د چین له لومړي وزیر وین جیا باو سره هم وویني. په اروپا کې د پرونو کړکیچ ښايي د میرکل د سفر اصلي موضوع وي.

المان او چین به همدارراز د میرکل په دې سفر کې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو پر سر خبرې وکړي.

بشري حقونه، د رسنیو ازادي او د سوریې جگړه د میرکل د سفر نورې موضوعگانې دي.