1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: یونان باید خپلې کړې ژمنې تر سره کړي

۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15wc9

د یونان د صدراعظم دا هڅه چې المان په دې قانع کړي چې د دوی د سپما د پروگرامونو د نافذولو له پاره ورکړل شوی وخت وغځول شوي شي، په اوسني وخت کې ناکامه شوې ده. د یونان صدراعظم انتونیوس سماراس تیره ورځ په برلین کې د المان له صدراعظمې انگلا میرکل سره لیدلي وو تر څو له هغې وغواړي چې د پورونو په برخه کې د اروپایي ټولنې او د نړیوال وجهي صندوق په شرایطو کې لږ نرموالی راولي. د المان صدراعظمې ویلي دي چې اتن باید د پورونو د ورکړې په معامله کې د خپلې گټې په خاطر شوې ژمنې تر سره کړي. په پام کې ده چې د یونان صدراعظم به نن فرانسې ته سفر وکړي او د دغه هیواد له ولسمشر فرانسوا اولاند سره به وویني.