1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: یونان باید نوي وړاندیزونه وکړي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۳۰, شنبه

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د یونان د پورونو د شخړې په هکله تر یوې بیړنۍ سرمشریزې د مخه دغه هیواد ته خبرداری ورکړی دی. هغې ویلي دي مخکې له دې چې یوه پریکړه وشي، باید د پور ورکوونکو غوښتنې پوره کړی شي.

https://p.dw.com/p/1Fk5r
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل پر یونان باندې یو ځل بیا فشار زیات کړی دی او د یورو د زون د ځانگړې سرمشریزې چې ترې ډیر انتظار کیږي، څخه خبرداری ورکړی دی. میرکل چې د مسیحي دیموکرات گوند سیاستواله ده، په برلین کې ویلي دي: «دغسې سرمشریزه د دوشنبې په ورځ هغه وخت یوه پریکړنده سرمشریزه گرځیدلی شي چې د یوې پریکړې له پاره اساس موجود وي.»

له دې څخه موخه د درو انستیتیوتونو لکه نړیوال وجهي صندوق، د اروپا مرکزي بانک او د اروپایي ټولنې د کمېسیون له لوري د یونان د اصلاحاتو د پروگرام مثبت ارزول دي. میرکل دې ته اشاره وکړه چې دغه پیشنهادونه «لا نه دي وړاندي کړی شوي.» هغې زیاته کړې ده که چیرې د دوشنبې په ورځ د پریکړې له پاره دغسې یو اساس وړاندې نه شي، نو کومه پریکړه به هم رامنځ ته نه شي. د میرکل په وینا نو بیا باید یوه بل حل ته انتظار وایستل شي.

د اروپایي ټولنې د شورا مشر دونلد توسک، هم خبرداری ورکړی دی چې سړی باید له خیال او تصور څخه ځان خلاص کړي، تر څو په لوړه سطحه یو ښه لاره چاره وموندل شي. هغه د یورو د حوزې د دولتونو او حکومتونو د مشرانو دغه سرمشریز وروسته له هغې راوبلله چې د یورو د حوزې د مالیې چارو وزیرانو د یونان بحران ته کومه د حل لار و نه مونده. د دوشنبې ورځې بیړنۍ سرمشریزي ته د نړیوال وجهي صندوق، د اروپا مرکزي بانک مشران او همداشان د یورو گروپ مشر جیرون دیسبلوم، هم وربلل شوی دی.

یونان باید د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې نړیوال وجهي صندوق ته ۱،۵ میلیارده یورو قسط ادا کړي. له نړیوالو پور ورکوونکو سره یوه تفاهم ته د رسیدو پرته آتن د اقتصادي مرستو بله بسته نه شي تر لاسه کولی. دغه پور چې شا او خوا ۷،۲ میلیارده یورو کیږي یونان ته د ورکولو له پاره نړیوال پور ورکونکي د اصلاحاتو او په لگښتونو کې د سپما غوښتنه کوي، په ځانگړې توگه د مالیې لوړول او د تقاعد د راکمیدو غوښتنه کیږي. تر اوسه پورې د یونان د حکومت مشر الیکسېس څيپراس، دغو غوښتنو ته له غاړې ایښودو څخه ډډه کوي.

د انگلا میرکل ویاند لا تر مخه ویلي وو که چیرې د دوشنبې په ورځ کوم تفاهم رامنځ ته نه شي، نو د پنجشنې او جمعې په ورځو یونان، په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د عادي سرمشریزي موضوع گرځیدلی شي.

په عین وخت کې امریکا متحده ایالاتو پر یونان او نړیوالو پور ورکوونکو باندې یوه تفاهم ته د رسیدو له پاره غږ کړی دی. د حکومت ویاند ایریک شولتڅ، په واشنگټن کې ویلي دي چې دواړه اړخونه باید د باور وړ اصلاحاتو پر یوه داسې پروگرام باندې کار وکړي «چې د یورو په زون کې د اوږدمهاله ودې له پاره بنسټ کیږدي.»