1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرمن بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب مات کړ

۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبه

سيمين بارکزۍ د چهارشنبي په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د مياشتي په ۱۹» خپل ۱۸ ورځنی د نه خوړلو اعتصاب مات کړ. راپورنو وايي، چي هغې دغه کار د يوه ديني مشر په غوښتنه سرته رسولی دی.

https://p.dw.com/p/12vPR
مېرمن بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب د پای ته رسولو پر مهال
مېرمن بارکزۍ د نه خوړلو اعتصاب د پای ته رسولو پر مهالانځور: dapd

بارکزۍ چي د اتو نورو وکيلانو سره د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون لخوا د پارلمان د غړيتوب څخه بې برخي سوې وه، تر هغه وخته د نه خوړلو د اعتصاب خبر ورکړی وو، چي بيرته يې په پارلمان کي خپله چوکۍ نه وي تر لاسه کړې.

د اکتوبر د مياشتي پر څوارلسمه نېټه د بارکزۍ د اعتصاب خيمه چي د افغانستان د پارلمان ودانۍ ته نږدې جوړه سوې وو، افغان امنیتي ځواکونه ورغلل او هغه يي په زور روغتون ته انتقال کړه.

مجددي، چي بارکزۍ يې په غوښتنه خپل د نه خوړلو اعتصاب مات کړی دی، هغې ته وعده وکړې چي د هغې د حقونو څخه به دفاع وکړي. هغه په روغتون کښي مېرمن بارکزۍ ته وويل:

«ته دي خپل اعتصاب مات کړه زه وعده کوم چي ستا له حقونو څخه به دفاع کوم.»

دا د مجددي خبري دي چي بارګزۍ ته يې د سوپ د لومړۍ قاشقي د ورکولو پر حال کړي دي.

بارکزۍ د مجددي د دغي غوښتني په جواب کي ويلي دي: «زه ستاسو د احترام له پاره خپل اعتصاب ماتوم او هيله لرم، چي تاسو به زما د حقوقو مدافع پاته سي.»

بارکزۍ د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کي هغه مهال وژړل، چي خبريالانو ورڅخه د ډوډۍ تر خوړلو وروسته د هغې احساس وپوښتی.

بارکزۍ همداراز مجددي ته ويلي دي، چي د هغې اعتصاب د چوکۍ د ترلاسه کولو له پاره نه، بلکي د عدالت د پلي کيدو له پاره وو.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل