1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرمن کلنټن او ميلي باند د افغانستان او ايران به اړه پر خپلو دريځونو باندي ټنګار کوي

۱۳۸۸ مهر ۱۹, یکشنبه

دامریکي دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارووزيره هلري کلينټن اروپا ته رسيدلې، چي پدې سفرکي به ددې دخبرو په آجنداکي دوې موضعګاني اساسي رول ولري. د ايران اټومي پروګرام او د افغانستان جګړه...

https://p.dw.com/p/K43B
د امريکا او بريتانيې د بهرنيو چارو وزيران مېرمن کلنټن او ميلي باند
د امريکا او بريتانيې د بهرنيو چارو وزيران مېرمن کلنټن او ميلي باندانځور: AP

په لندن کی نن دلويي برطاني دبهرنيو چارو دوزير دويد میلي باند سره په یوه خبري ګډ کنفرانس کي هلري کلینتون يوځل بيا داخبره جوته کړيده چی تهران بايد خپلۍ ټولی نړیوالي دندی سرته ورسوی . او بیا هلري کلينتون دبرطانوی هغه عسکرو څخه چی دوي په افغانستان کی خپلۍ دندی سرته رسوي مننه کوی.

بيا دبرطانيی دبهرنیو چارو وزيردويد ميلي باند يوځل بيا داخبره جوته کوی چي دافغانستان په موضوع کی دامريکي دمتحده ایالتونو او دلويي برطانيي تګ لاره يو تګ لاره ده.

«موږ په دی عقيده يوچي په ژنیو کی دايران په هکله دپنځوجمع يو خبری ښه پيل او ډیري ګتوري خبري وي خوبايد هڅه وشي، چي ددغه خبرو مثبتي نتیجې په عمل تعقیب کړای شي. يواځي خبري کفایت نه کوي او موږ بايد هڅه وکړو چي د ايران د اټومي پروګرام دلانجې دحل دپاره په يوه ژبه خبري وکړو او ايران ته داخبره په ډاګه کړو چي نړیواله ټولنه له دغه هیواد څخه څه غواړي. نړیواله ټولنه دي ته انتظارنشي ايستلای چي دغه هیواد دخپل اټومي پروګرام په مساله کي خپل اوسنی مذب ذبه درځ ته دوام ورکړي.»

اوبیا په افغانستان کي دبرطانوی عسکرو دفعالیتونو په اړه وايي:

«زه يوځل بیاداخبره په ډاګه سره کومه، چي په افغانستان کي د بريتانوي عسکرو فعالیتونه دستایني او قدر وړ دي اودغه پوځیانو تراوسه په افغانستان کي خپلي دندي په ډیره ښه وجه سرته رسولي دي. زه د بريتانوي عسکروڅخه له دې امله مننه کومه او خوشاله يمه، چي زموږ دواړوهیوادونوتګ لاره او ستراتيژي په افغانستان کي یوه ده. زه ښه پوهیږم چي په دغه برخه کی ستونزي زښته ډیري دي. خو مونږ بايدد هر ډول شک او ترديد څخه پرته په ګډه سره خپل لارښونکي نقش او تګ لاري ته دوام ورکړو ترڅو،چي موږخپل موخي ته ورسيږو.»

دبرطانيی دبهرنيو چارو وزير دويد ميلي باند دهلری کلينتون دخبرو په تايد سره وايي چي: «مونږ پخپلو هیوادونو کی دافغانستان په مساله ډير نژدی ګډ کار کواو مونږ غواړو چی په دغه برخه کی به دګډ کار دوام په افغانستان کی دټولو پلان شو سترتيژيو دپرمخ بيولو دپاره ډير اغیزمن وي . او زه داخبره غواړم روښانه کړم چي هم دملکی او مدنی مسايلو په برخه کي او هم په پوځی چارو کی زمونږ اهداف سره يو دي.»

دامریکی دمتحده ایالتونو دبهرنیو چارو وزير هلري کلینتون اوروپا ته دخپل دغه سفر په لړ کی د روسيي او فرانسی دبهرنيو چارو دوزيرانو او داوروپايي ټولنۍ دستر ديپلومات خاوير سولانا سره په ګډه په يو بل ابتکار هم لاس پوری کړی چي هغه دزوريخ دپوهنتون په ودانی کي دترکي او ارمنستان ترمنځ دګډ کار دتړون لیک دلاس ليک کولو دپاره دامکاناتو برابرول و . دوي په دغه ودانی چی دامنیتي پلوه يی سخته څارنه کيده دري ګړی ددي انتظار ايستلی تر څو چي دترکی او دارمنستان دبهرنيو چارو وزيران دی موافقی ته سره رسيدلی چی پخپل منځ کی دګډ کار يو تړون لیک لاس لیک کړی او په دی کار سره ددواړو هیوادونو ترمنځ هغه سړه فضا پاي ته وروسی چی دڅو لسیزو راهيسي ددواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ نافذه ول.

داسی ويل کیږی چی دترکی او ارمنستان ترمنځ دګډ کار تړون لیک دامر یکی دمتحده ایالتونو دبهرنيو چارو دوزير دتلفونی ديپلوماسی هلو ځلو نتیجه وه چی دسويس دحکومت د منځګړیتوب دوه کلن هلی ځلی بیځایه ندی تللي اودترکی او ارمنستان دبهرنيو چارو وزيرانو احمد داول توګلو او ايدوارد نعالبندیان دګډ کار طرحه لاس لیک کړي.

chö / BBC/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل