1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل او مدويديف ډیر اقتصادي قرارداونه لاسليک کړل

۱۳۸۸ تیر ۲۶, جمعه

د جرمني د مونشن په ښار کې لمر راختلی دی او هوا هم توده ده . ورسره جوخت د لومړۍ وزيرې انگيلا مېرکل او روسي ولسمشر مدويديف تر منځ د کتني پر مهال د کار فضا هم توده او روښانه ايسي ...

https://p.dw.com/p/IrY5
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل اود روسيې جمهوررييس ديمتري ميدويديف
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل اود روسيې جمهوررييس ديمتري ميدويديفانځور: AP

خو دجرمني او روسيې تر منځ سږنۍ حکومتي خبري اترې په دې خبر سره خړي پړي شوي وې چې يوه ورځ مخکې د بشر د حقوقو چېچنايۍ فعاله ناتاليه ايستيميروا وژل شوې وه .

انگلا مېرکل په دې اړه وويل،«ما د دغي وژني په اړه خپل ژور خفگان څرگند کړ، د هغې ښځې د وژنې په اړه چې جرئت يې درلود او چا ته چې د اروپايي پارلمان لخوا د شومن مډال هم ورکړل شوی ؤ . ما واورېدل چې د روسيې جمهوررييس ديميتري مدويديف څرگنده کړه چې هر هغه څه به کوي تر څو دغه وژنه وپلټل شي ځکه چې دغه پېښه د زغمل کېدو وړ نه ده.«

دغه بريد د مديوديف دپاره هم يوه شخصي راپارونه ده ځکه چې ايله په اپريل کې يې ويلي وه چې په چيچنيا کې د تروريزم پر ضد ماموريت پای ته رسېدلی دی . ټاکل شوې وه چې دغه پرېکړه به په نوموړي جمهوريت کښې د اوضاع د عادي کېدو يوه نخښه وي . مدويديف په مونشن کې داسي خبري وکړې چې په څرگند ډول د دغې وژنې په وړاندې د هغهء دريځ روښانوي.

«زما دپاره په دې کې شک نسته چې د ناتاليه ايستيميروا قتل د هغې په مسلکي هلو ځلو پوري اړه لري . دغه ډول هلې ځلې د هر دولت دپاره ډېري مهمې دي . هغې رشتيا ويله چه : د بشر د حقوقو د يوې فعالې د کار ارزښت په همدې کې دی که څه هم چې د قدرتمنو لخوا د خوښۍ او راحت سبب نه گرځي.«

د روسيې د جمهوررييس د خوښي موضوع بيا د هغو قراردادونو په اړه خبرې وې چې د حکومتي خبرو اترو په ترڅ کې يې موافقه وشوه . يو مهم تړون روسيې ته د آلماني صادراتو تضمين کوي، چې له کبله يې د دولتي کی اف دبل يو(KfW )بانک قرضه په نظر کې نيول شوې ده چې500 مليونه يورو به کيږي . آلماني شرکتونه د خپلو روسي مشتريانو دخراب مالي حالت له امله د پيسې د ورکړي له ستونزو سره مخامخ دي . په اوس وخت کښي د جرمني د اقتصاد د ختيځي کميټې د تر گواښ لاندې راغلو تجارتي اموالو مقدار تقريبا پنځه مليارډه يورو اټکلوي .

يو بل مهم تړون د آلمان او روسيې تر منځ د انرژۍ د يوه نوي اژانس د رامنځته کولو په اړه وشو. دغه سند د دواړو هېوادونو تر منځ د انرژۍ په ساحه کې د ګډ کار د يوه نوي پړاو په معنا شمېرل کيږي . ځکه چې تر اوسه پوري، يوازي روسي گاز او تېل جرمني ته لېږدول کېدل .

دروسيې د بشر د حقوقو فعاله ناتاليه ايستيميروا چه څو ورځي مخکښي په قتل ورسيدل
دروسيې د بشر د حقوقو فعاله ناتاليه ايستيميروا چه څو ورځي مخکښي په قتل ورسيدلانځور: AP

په دې اړه د روسيې مسؤل وزير سېرگي شماتکو دويچه ويله ته وويل،« داقتصادي بحران په وخت کې هم روسيه په کافي اندازه پيسې لري تر څو دغه پانګه اچوني وکړي . په روسيه کې د انرژۍ زېربنا اغېزمنه نه ده. خو جرمني د انرژۍ په لاسته راوړلو او په اغېزمنه توگه کارولو کې تجربه او پوهه لري . دا د دواړو خواو دپاره گټور تماميږي، چې يوه غاړه يې د ښه کيفيت کار کوي او بله خوا دې ته چمتو وي چې په مقابل کې پيسې ورکړي.«

د«نورت ستريم » په نامه د گازو د پايپلاين په اړه هم همغږي موجوده وه چې روسيه او آلمان به يود بل سره تړي . هم مدويديف او هم د آلمان لومړۍ وزيره هيله لري چې فينلنډ او سويډن به د دغه «ستراتيژيک پايپلاين »جوازليکونه وړاندې کي .

د «نابوکو» په نامه د يوې سيالي پروژې په اړه چې ټاکل شوې ده له روسيې پرته به اروپا ته د مرکزي آسيا څخه گاز استوي، مېرکل وويل ، « زه په هغو خلکو کې راځم چې د نلليکو په برخه کې تضادونه نه وينم . زه فکر کوم چې نابوکو يوه پروژه ده او نورت ستريم بله پروژه ده . زه دواړه پروژې زموږ دپاره د اومو موادو د ډاډمنتيا پروژې گڼم، چې په تضاد کې سره نه راځي.«

د روسيې ولسمشر مدويديف له بلي خوا نه غوښتل چې له يوې سختي نيوکې څخه ډډه وکړي ، «موږ د نابوکو په وړاندي رخه نه لرو. جوړه دې شي . که هغه په گازو ډکېدای سي، نو کوم څوک به يې را نيسي هم . خو تر اوسه پوري هيچا راته نه شوای ويلای چې څنگه به گاز ورانتقاليږي، سره له دې چې يو څو ورځي مخکې يې تړون هم لاسليک شو.«

خو بيا هم ديميتري مدويديف جرمني ته د خپل سفر په ترڅ کې د پخلاينې لاره غوره کړه . د مطبوعاتي کنفرانس په پای کې يې حتی له خبريالانو څخه په آلماني ژبه مننه وکړه:

«دانکهء شوېن«

هانس شپروس/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري