1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: د اقليم د بدلېدلو مو‍ضوع د اروپايي اتحاديې دپاره ډېره مهمه ده

۱۳۸۵ بهمن ۲۷, جمعه

د آلمان لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل په زغرده د اروپايي کميسيون د هغې غوښتنې ننگه کړې ده چې غواړي د کاربن ډايوکسايډ د مضرو غازو توليد کم کړي، کوم چې چاپېريال ته زيان اړوي.

https://p.dw.com/p/DKJq
«اروپا بايد د اقليم ساتنې او ژغورنې په برخه کې مخبېلگه شي»
«اروپا بايد د اقليم ساتنې او ژغورنې په برخه کې مخبېلگه شي»انځور: picture-alliance/dpa
مېرکل د آلمان په مشرانو جرگه کې د اروپايي اتحاديې د شورا د بيانيې ورکولو په ترڅ کې وويل چې اروپا بايد د اقليم ساتنې او ژغورنې په برخه کې مخبېلگه شي. د بايرن او راينلند فالڅ د آيالتونو لومړي وزيرانو په اروپا کې د ټولنيزو بدلونونو غوښتنه هم وکړه. د سوسيال دموکرات گوند مشر کورت بېک دا هم وويل چې ترکيې ته دې په اوږد مهال کې د اروپايي اتحاديې د غړيتوب بلنه ورکړل شي. دا د ده په اند له اسلامي هېوادونو سره د ښه گاونډيتوب يوه نښه ده.