1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د کډوالو په سیاست کې ځان پر حقه گڼي

۱۳۹۴ بهمن ۳۰, جمعه

د اروپایي اتحادیې سرمشریزه د کډوالو پر کړکیچ د لاس برتوب له پاره تر اوسه شوو پریکړو ته ژمنه ده. په دې برخه کې له ترکیې سره گډ کار لا هم په لومړیتوبونو کې راځي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل رضایت ښوولی.

https://p.dw.com/p/1HyMt
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Meissner

د کډوالو د کړکیچ په برخه کې اروپایي اتحادیې د مارچ میاشتې په پیل کې له ترکیې سره یوه نوې ځانگړې سرمشریزه پلان کړې ده. د اروپایي اتحادیې د کمېسیون مشر ژان کلاوده یونکر، په بروکسل کې د دغې اتحادیې په سرمشریزه کې ویلي دي چې دوی دا تائید کړې ده چې له ترکیې سره د ښه او گډ کار له پاره بل بدیل نه شته.

له ترکیې سره د عمل پلان تائید شوی

د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل په نظر د اروپا د اتحادېې روانه سرمشریزه د کډوالو د کړکیچ په برخه کې د یوې حل لارې د موندلو په برخه کې د هغې له هڅو تصدیق کوي. هغې تیره شپه د خبراترو په یوه تفریح کې خبریالانو ته وویل: «زه له بحثونو څخه ډیره راضي یم.»

د اروپایي اتحادیې د ټولو دولتونو او حکومتونو مشرانو له ترکیې سره د عمل د گډ پلان پر سر نه یوازې ټینگار کړی دی، بلکې هغه یې د گډو اهدافو په تطبیقولو کې د لومړیتوب په توگه یاد کړی دی. مېرکل په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغه څه د اروپایي اتحادیې د بهرنیو پولو د ښه خوندیتوب، د غیر قانوني کډوالو پر ضد د مبارزې او د هغې له لارې له ترکیې څخه اروپا ته د کډوالو د شمیر راکمول دي.

د عمل په پلان کې پر نورو سربیره ترکیې ته د سوریایي مهاجرو د ښې پالنې له پاره درې میلیارده یورو مرسته ورکول دي.

د سوریې - ترکیې پر پوله سوریایي مهاجر
د سوریې - ترکیې پر پوله سوریایي مهاجرانځور: Imago/Zuma

مېرکل په خپلو څرگندونو کې دا هم ویلي دي چې د نومبر میاشتې له پای راهیسې ډیر تحرکات پر لاره اچول شوي دي. هغې د آژه په سمندرگي کې د انساني قاچاق وړونکو پر ضد د ناټو مبارزې او له یونان او د اروپایي اتحادیې د پولو ساتنې ادارې فرونټکس سره د ترکیې د ساحلي څارونکو گډ کار ته اشاره وکړه.

انقرې ته روښانه زیگنال

د دیپلوماتانو په وینا اروپایي اتحادیې له ترکیې سره د یوې نوې سرمشریزه په تر سره کولو سره په واضح ډول دا زیگنال ورکړی دی چې له کردانو سره د شخړې د لمن د پراخیدو سره سره هغه له ترکیې سره خپل گډ کار ته ژمنه پاتې ده. د دغې سرمشریزي په څنډه کې د ترکیې له صدراعظم احمد داود اوغلو سره د اروپایي اتحادیې د یو شمیر مشرانو ځانگړي ملاقاتونه پلان شوي وو، خو په انقره کې د وروستۍ چاودنې وروسته احمد اوغلو خپل سفر لغوه کړ.

په تیرو اوونیو کې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو تر منځ د مهاجرو د کړکیچ په هکله د یوه سم دریځ د غوره کولو پر سر تاوده بحثونه وشول. د ویشگراد ټولنې د ختیځي اروپا هیوادونو (پولنډ، چک، سلواکیا او هنگري) د دې غوښتنه وکړه چې د مقدونیا او یونان تر منځ دې پوله وتړل شي. خو د آلمان صدراعظمې د دغې کار مخالفت وکړ.