مېرکل له عباس سره وليدل
۱۳۸۵ اسفند ۴, جمعهاعلان
دواړو غاړو د بندي شوي اسرائيلي عسکر گيلاد شليت د خوشي کولو ملاتړ وکړ چې تېر دوبی برمته شوی و. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير له عباس سره د پنج شنبې په ورځ د يوې کتنې په ترڅ کې د نژدې ختيځ د څلورو اړخونو هيلې له نوي فلسطيني ائيتلافي حکومت څخه يو ځل بيا مطرح کړې وې. په دغو غوښتنو کې له تشدد او تاوتريخوالي څخه لاس اخېستل راځي او د اسرائيلي دولت په رسميت پېژندنه.