1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: مهاجرو ته به د راتګ قانوني لاري برابري کړو

نينا وېرک هويزر۱۳۹۴ آذر ۴, چهارشنبه

انګېلا مېرکل په پارلمان کي د وينا پر وخت د مهاجرو د خپل سياست څخه دفاع وکړه. حزب اختلاف د حکومت دننه پر دغه موضوع پر اختلافاتو نيوکي وکړې.

https://p.dw.com/p/1HCXH
انځور: Reuters/F. Bensch

د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل د دغه هيواد و پارلمان بُنډسټاګ ته وينا واوروله. نوموړې د سوريې د جګړې په تړاو وويل چي بايد د ختمولو لاري يې ولټول سي. مېرکل وويل چي د ترکيې له خوا د روسۍ جنګي الوتکي د راغورځولو وروسته وضعه لا کړکېچنه سوې ده.

د مېرکل په وينا بيا هم بايد هڅي وسي چي «ټول اړخونه د خبرو پر مېز سره کښېنول سي.» د هغې په وينا د مهاجرو د بحران د حل همدغه يوه ښه لاره ده چي هغه لانجې هواري کړل سي، د کومو له کبله چي دغه انسانان له خپلو کورونو او هيوادونو څخه تېښتي ته مجبوره کيږي.

د پناه غوښتونکو سهميه وېش

انګېلا مېرکل وويل چي « موږ بايد ناقانونيت په قانونيت بدل کړو.» د مېرکل په وينا بايد داسي لاري چاري ولټول سي چي پناه غوښتونکي په قانوني توګه اروپا ته راسي او په دې توګه د قاچاق وړونکو له منګولو او سمندر تر څنګ له نورو خطرناکو لارو وژغورل سي.

مېرکل وويل چي د پناه غوښتونکو له پاره دغه قانونيت په داسي يو صورت کي رامنځ ته کېدلای سي چي اروپايي هيوادونه سهميه په غاړه واخلي چي څومره پناه غوښتونکي مني. د هغې په وينا د پناه غوښتونکو بحران د «پولو په تړلو» سره نه سي حل کېدلای. خو هغې وويل چي د اروپا د بهرنيو پولو ساتل مهم دي. د هغې په وينا په دې ترڅ کي ترکيه مهم رول لوبولای سي او بايد چي ورسره مرستي وسي.

د حزب اختلاف نيوکي

د بُنډستاګ په دغه غونډه کي د آلمان د حزب اختلاف ګوندونو پر حکومت سخت اعتراضونه وکړل. د آلمان د کيڼ ګوند رئيس ډيټمار بارتچ په زياته بيا د ائتلافي حکومت پر مسيحي سوسيال ګوند سختي نيوکي وکړې. د مسيحي سوسيال ګوند سياستوال او د بايرن ايات د مالي چارو وزير مارکوس زيوډر په پاريس کي بريدونو وروسته د پناه غوښتونکو پر راتګ د محدوديتونو غوښتنه کړې وه. بارتچ د زيوډر و څرګندونو ته په اشاره سره وويل: «دا خو بيخي ټيټ کار دی چي څوک پناه غوښتونکي د وژونکو ډلو سره په نژدې قطار کي ودروي.»


د آلمان د زرغون ګوند سياستوال انټون هوف رايډر د خپلي وينا پر وخت وويل چي دا «د شرم خبره ده» چي د سوريې د پناه غوښتونکو له خوا د خپلو کورنیو د رابللو پر حق د محدوديتونو لګولو خبري کيږي. د هغه په وينا که داسي وسي نو به ښځي او ماشومان مجبوره وي چي پر خطرناکو لارو و آلمان ته د رسېدو هڅه وکړي.