1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل يورو په بحران کي بايد حوصله وکړو

۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17BVz

د آلمان صدراعظمي انگېلاميرکل پر آلمانيانو ږغ کړی دئ، چي د يورو د بحران په موضوع کي له حوصلې څخه کار واخلي. مېرکل دا څرگندوني د نوي عيسوي کال د پيل په وياړ پخپله ځانگړې وينا کي کړي دي. د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند دغي مشري زياته کړې ده چي د يورو د بحران د له منځه وړلو له پاره روانو ريفورمونو خپلي مثبتې پايلې ښودل پېل کړي دي. خو د دې په وينا دغه بحران لا په بشپړه توگه پای ته نه دی رسېدلی. انگېلا مېرکل په انتقادی ډول ويلي دي چي نړۍ د ۲۰۰۸ کال له اقتصادي بحران څخه زده کړه نه ده کړې. د هغې په وينا په زياته بيا په بازارونو کي د نوو قواعدو اړتيا سته. صدر اعظمي په خپله وينا کي وويل، چي راتلونکی مېلادي کال به هم له اقتصادي اړخه آسانه کال نه وي.