1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل پر پوتين سختې نیوکې وکړې

ایلینور اوهلیش/ صابر برېښنا۱۳۹۳ آبان ۲۶, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې په سډني کې له خپلې وینا څخه د روسیې د ولسمشر پر بهرني سیاست د سختو نیوکو په موخه استفاده وکړه. هغې وویل: «پوتين یوازې د زورورو پر قانون باور لري. له دې سره د اروپا د سولې نظام له خطر سره مخ دی.»

https://p.dw.com/p/1Doc9
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په حیرانونکي او واضحه توگه د اوکراین د کړکیچ د پراخیدو څخه خبرداری ورکړ. صدارعظمې د استرالیا سډني ښار ته د سفر پر وخت د بهرني سیاست په هکله د یوې وینا په ترڅ کې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین چې نوموړې ورسره یوه ورځ تر مخه د G-20 په څنډه کې دوه په دوه لیدنه کتنه هم درلوده، سخت انتقادونه وکړل.

د اوکراین په هوایي قلمرو کې د مالیزیا پر MH17 ډوله مسافر وړونکې الوتکې باندې احتمالي گوزار ته په کتلو سره مېرکل وویل: «د اوکراین کړکیچ په رښتیا هم یوازې یوه سیمه ییزه موضوع نه ده. له دې بیلگې سره موږ ویلای شو چې دا له موږ ټولو سره ارتباط لري.»

مولداویا، گرجستان، صربستان او نورو ته خطر

مېرکل د اوکراین د کړکیچ له امله په ځانگړې توگه مولداویا، گرجستان او صربستان ته ډیر خطر ویني. مېرکل د بهرني سیاست له پاره د استرالیا په « لووي انستیوت» کې چې د دغه هیواد یو ستر څیړنیز مرکز دی، څو سوو کسانو ته په خپله وینا کې وویل چې روسیه له خپل زاړه فکر سره اوکراین ته د خپل نفوذ د ساحې په سترگه گوري او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.

د آلمان صدراعظمې زیاته کړه :«دا د دوو نړیوالو جگړو تر وحشت او د سړې جگړې تر ختمیدو وروسته د اروپا د سولې نظام په ټولیزه توگه تر پوښتنې لاندې راوړي. او دا د اوکراین د ختیځ د بې ثباته کولو له پاره د روسیې د نفوذ له پراخیدو سره دوام پیدا کوي.»

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د استرالیا په سډني ښار کې د بهرني سیاست په هکله وینا وکړه
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د استرالیا په سډني ښار کې د بهرني سیاست په هکله وینا وکړهانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

مېرکل وویل چې هغه د پخواني ختیځ آلمان د رژیم د دورې بیرته ژوندي کیدل نه غواړي چې د مسکو د توافق پرته به هیڅ ډول حرکت ممکن نه وو. نوموړې زیاته کړه چې دا د لویدیځ د ارزښتونو سره سمون نه لري. مېرکل یادونه وکړه: «دلته خبره یوازې د اوکراین نه ده بلکې د مولداویا او گرجستان خبره هم مطرح ده.» د هغې په آند که دا کړکیچ او د روسیې چلن همداسې دوام ومومي نو سړی باید بیا صربستان او د لویدیځ بالقان هیوادونه هم په نظر کې ونیسي.

مېرکل په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې پوتين د متقابل احترام، دیموکراسۍ او د قانون پر بنسټ د ولاړو دولتونو له خوا د وړاندیزونو په رڼا کې د لانجې حلول نه مني. د مېرکل په وینا پوتین د زورورو پر قانون باور لري او د قوانینو زور له پامه غورځوي. مېرکل زیاته کړه چې د دې سره سره به هم اروپايي ټولنه له روسیې سره دیپلوماتیکي حل ته د رسیدو له هڅو څخه لاس وانخلي.

د اوکراین پر کړکیچ بله غونډه

د آلمان صدراعظمې په دې ترڅ کې پر اروپا د یووالي غږ وکړ. هغې وویل په اروپا او ټوله نړۍ کې تر ټولو ستر خطر دا دی چې «موږ یو موټی پاتې نه شو، بلکه سره وویشل شو. مهمه ده چې اروپا او امریکا یوه لاره غوره کړي.» مېرکل له پوځي لارو چارو د اوکراین د کړکیچ د حلولو خبره رد کړه.

په بروکسل کې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ م کال د نومبر د میاشتې ۱۷ مه) د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین په اړه پر خپله تگلاره او د نورو ممکنه بندیزونو په اړه سلامشورې کوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر اعلان وکړ چې په دې غونډه کې به پر روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د لا نورو بندیزونو په اړه خبرې وشي. خو د روسیې پر ضد د اقتصادي بندیزونو د پراخولو په اړه لا اوس څه په نظر کې نه دي نیول شوي. اروپايي ټولنه یو وار بیا غواړي چې پوتين په خپل دريځ کې خوځښت ته وهڅوي.