1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م:تير کال په افغانستان کښي ۲۷۷۷ تنه ملکي وګړي وژل سوي

۱۳۸۹ اسفند ۱۸, چهارشنبه

ملګري ملتونه وايي چي تير کال په افغانستان کي هدف لرونکي وژني دوه چنده سوي دي، چي زياتره قربانيان يې ددولت مامورين، سياستوال، قومي مشران او د خيريه ټولنو کارکوونکي دي.

https://p.dw.com/p/R7e2
د ځانمرگي بريد قربانيان
د ځانمرگي بريد قربانيانانځور: AP

د ملکي وګړو د وژلو مسؤليت تر ډيره ځایه د طالبانو پر غاړه وراچول سوی.

د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي چي په ۲۰۱۰ کال کي د وژني ۴۶۲ پيښي سوي چي نيمايي يي په جنوب لويديځوسيمو کي چي د طالبانو ترولکې لاندي دي را منځ ته سوي دي.

ملګري ملتونه په خپل کلني راپور کي وايي چي، په ۲۰۱۰ کال کي د ملکي تلفاتو په پيښو کي ۱۵ فيصد زياتوالی راغلی چي د ملکي تلفاتو شميره ۲۷۷۷ تنو ته رسيږي.

په راپور کي راغلي چي ددې وژنو مسؤلين ۷۵ فيصده ياغيان دي. او همداسي د انسانانو د تښتوني پيښي ۸۳ فيصدو ته لوړي سوي دي. د زور زياتي پيښي د افغانستان د جنوب څخه شمال په طرف او د شرق څخه د غرب په طرف مخ پر ډيرويدو دي.

راپور زياتوي چي تر ټولو زيات «هيښوونکي» د خاص هدف لرونکو وژني چي دولتي مقامات، د خيريه موسسو کارکوونکي او هغه ملکي کسان چي ددولت او بهرني ځواکونو څخه ملاتړ کوي د په نښه کيدوکچه يي ۱۰۵ ٪فيصدوته لوړه سوي ده.

ددولتي کارکوونکو وژنه ددې باعث سوې چي په زياترو منطقو کي واليان د امنيتي ديوالو تر شا ژوند وکړي. راپور کاږي هغي سيمي چي ددولت تر کنترول لاندي دي ډير لږ واخت داسي وي چي دولتي چارواکي دي دهغه ځايه ليدنه وکړي.

په راپور کي راغلي چي د وژنو په دې پيښو کښي ۵۸۸ يې په هلمند او ۲۴۸ فيصدو ته په قندهار کي لوړي سوي. په راپور کي ۲۶ ٪ د ملکي وګړو د وژني پړه پر بهرني او افغاني ځواکونو ور اچول سوې ده.

همدارنګه د ښځو د مړيني کچه ۶ ٪ او د ماشومانود مړيني کچه ۲۱ ٪ ته لوړه سوې ده.

راپور ليکي چي په لاس جوړ سوي بمونه او ځانمرګي بريدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي اصلي لامل دي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل