1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م. م: اداري فساد اوس هم د افغانستان لویه ستوزه ده

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې اداري فساد اوس هم په افغانستان کې سولي ته یوه ستونزه ده. دوی په دې يوه نوی رپوټ کې د حکومت د هلوځلو هرکلی کړی، خو روښانه شوې چې بیا هم ستونزې شته.

https://p.dw.com/p/2bvMj
Symbolbild Afghanistan Korruption
انځور: picture-alliance/Ton Koene

رپوټ «د اداري فساد پر ضد د افغانستان مبارزه: د جګړې بل ډګر» تر عنوان لاندې خپور شوی چې پکښې د افغان حکومت د هغو اقداماتو هرکلی شوی دی چې د ادارې فساد پر ضد یې ترسره کړي دي. په دغو اقداماتو کې د اداري فساد پر ضد د فضايي مرکز پرانیسته هم شامله ده.

په رپوټ کې راغلي دي: «دغه مبارزه [د اداري فساد پر ضد مبارزه] په یوه شپه کې نه شي ګټل کیدای.»

رپوټ زیاته کړې ده: «ادارې فساد په افغانستان کې د ژوند پر ټولو چارو باندې اغیزه کړې ده چې له کبله یې پر دولتي ادارو باندې د عامو وګړو اعتماد او باور کمزوره شوی دی. دې پدیدې همداراز پر خپلو پښو باندې د افغانستان د دریدو هڅې هم زیانمنې کړې دي.»

رپوټ ویلي دي چې د خپلو خپلوانو مقرریو، سیاسي امتیازاتو او نورو او په دولتي دندو د وګړو پر ګومارنو باندي نورو بهرنیو اغیزو د ادارې فساد پر ضد مبارې په برخه کې د شویو پرمختګونو مخه نیولې ده.

رپوټ ویلي: «د بیلګې په توګه ولسمشر په نزدې وختونو کې متوجه شو چې په یوه وزارت کې ۱۵۰ تنه پرته له دې چې د لیاقت د ارزونې له بهیر څخه تیر شي په کار ګومارل شوي ول. وروسته بیا روښانه شوه چې د ګومارل شویو کسانو له ډلې څخه ۹۵ سلنه یې د مسوول وزیر قوميان ول.»

افغانستان د شفافیت نړیوال سازمان په د فساد په شاخص کې ۱۶۹ ځای لري. په دې نوملړ کې ۱۷۶ هیوادونه شامل دي.

په افغانستان کې ادارې فساد څه نا څه په ټولو عامه ادارو کې موجود دی چې له کبله یې د دې هیواد د پرمختګ بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی. خو داسې ښکاري چې په ۲۰۱۴ کال کې د کار تر پیلولو وروسته، ولسمشر غني د اداري فساد پر ضد خپل دریځ یو څه سخت کړی وي.

د تیر کال په مې میاشت کې هغه د ادارې فساد پر ضد قضايي مرکز پرانیست، چې کولای شي فاسد وزیران، قاضیان او والیان چې تر اوسه پورې یې قانون ته ځواب نه دی ویلي، محکمه کړي. په دې مرکزې کې تر اوسه پورې یو څو تنه د منځنی کچي افغان چارواکي محکمه شوي دي. رپوټ د دغه مرکز د اقداماتو ستاینه کړې ده.

په روپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد مبارزې په موخه باید پراخ اصلاحات رامنځ ته شي، خو پر دې باندې هم ټینګار شوی دی چې هغه اصلاحات باید پلي شي چې لا وختي پرې موافقه شوې ده.

په رپوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو په اړه څیړنې نه دي شوي. خو ملګرو ملتونو ویلي دي چې دغه سکتور به هم د نړیوالې ټولنې له خوا په دقیقه توګه وڅارل شي.

زموږ له ارشيف څخه: