م م.: د سوريې په زياتو ښارونو کې مخاليفين واک لري
۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبهاعلان
د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کيمون ويلي دي چي د سوريې د ښارونو يو شمېر برخي د حکومتي مخاليفينو تر کنترول لاندي دي. نوموړي د امنيت شورا ته په خپل تازه راپور کي ليکلي دي چي په ډېرو ښارونو کي مخاليفين زيات واک لري.
بان منلې ده چي د سوريې د کړکېچ د هوارولو له پاره د ملگرو ملتونو له خوا تر اوسه پورته کړل سوو گامونو صرف کوچني پرمختگونه رامنځ ته کړي دي.
زياته سوې ده چي سوريې ته د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی کوفي عنان، به په نزدې راتلونکې کي بيا سوريې ته سفر وکړي.