1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م : د پناه غوښتونکو په شمېر کي د پام وړ ډيروالی راغلی

۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې د روان کال په نیمایي کې په شمالي امریکا او اروپا کې د نوو پناه غوښتونکو په شمیر کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی.

https://p.dw.com/p/12v59
انځور: dpa

په هغه اعلامیې کې چې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا خپره شوي راغلي چې په صنعتي هیوادونو کې د ۲۰۱۱م کال په لمړیو شپږو میاشتو کې ۲۰۰زرو کډوالو خپل پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي. حال دا چې تیر کال په همدې موده کې د هغوي شمیر له ۱۷۰زرو هم ټیټ وو.

دا یو مهم کال ګڼل کیږي چې د تغیراتو ډک دی او د ملګرو ملتونو له لوري د بې ځایه شوو خلکو په هکله نوي ارقام بي ساري دي.

خو سره له دې چې په د روان کال د مارچ په میاشت کې په تیونس او لیبیا کې د کړکچیونو د خپل عوج ته د رسیدو سره سره، د شتمنو هیوادونو په لور د پناه غوښتونکو په شمیر کې ۱۷سلنه زیات والې راغلې، خو د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې لپاره دا کومه حیرانوونکي خبره نه ده. د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عمومي کمشنر، انتونیو ګوټریس د بشري ناورین خبرداری ورکړی.

« نن مونږ پولي ته څیرمه د۴۰زره تنو لیدلو اندیښمن کړي یو. په خاصه توګه د تیونس د پولې کنترول سخت کار دی، زما په نظر دا لویې تخلي ته ضرورت لري. هره ورځ تر لسو زرو زیات د مصر اوسیدونکي راځي او تیونس خپله د دې وړتیا نه لري چې د دې ننګونې د عهدې څخه را ووځي.

که چیري کوټلې ګامونه اوچت نه شي نو مونږ وینو چې یو غټ بشري ناورین به رامنځ ته شي او داسې ګامونه یواځې هغه وخت پورته کیداې شي چې د نړیوالې ټولنې له خوا قوي یوالې شتون ولري.»

خو د دغسو خبرداریو سره سره د پناه غوښتونکو شمیره ښیې چې په شمالي او لویدیځه افریقا کې د پناه غوښتونکو ستونزې په اروپا کې د پناه د غوښتنې پر بهیر باندې د انتظار خلاف دومره اغیز نه دی کړی.

دا ځکه چې ډيري خلک ګاونډي افریقایي هیوادونو ته تللي دي. نو په دې وجه د ملګرو ملتونو د کډوالو د اداري ویاند، ادریان ایډوارډز، وایي چې که څه هم په اروپا کې د پناه غوښتونکو شمیر ۱۷سلنه زیات شوي، خو د عربي هیوادونو پاڅونونه او د افریقا کړکیچ د دې لامل نه دی.

د ملګرو ملتونو له لوري په خاصه توګه افغانستان اوس هم د اندیښنې وړ یو هیواد ګڼل کیږي. په افغانستان کې د ناټو د ماموریت څخه تر لسو کالو تیریدو وروسته هم د دغه هیواد امنیت خوندي نه ګڼل کیږي او هم له دغې وجې افغانستان ته د ستنیدونکو کډالو شمیر ډیر ټیټ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د اداري ویاند، ادریان ایډوارډز وایي:

« په افغانستان کې د امنیت وضعیت د دغه فکتور تر شاه اصلي عامل ګڼل کیږي. په تیره لسیزه کې مونږ ولیدل چې د ګاونډیو هیوادونو څخه میلونونه افغانان خپل هیواد ته ستانه شول. خو د تیر کال راهیسي په دغه شمیر کې ټیټ والې راغلی. اوس مونږه وینو چې په دلته په اروپا کې د افغانانو شمیر په ډیریدو دی.»

ده د خپلو خبرو په دوام کې وویل وروسته له افغانانو د نورو هیوادونو لکه صربستان او کوزوو، چین او عراق څخه هم پناه غوښتونکي اروپا ته راغلي او د خپلې پناه غوښتنه یې کړې.

د امریکا د متحده ایالاتو څخه وروسته فرانسه، المان، سویډن او برتانیه د هغه هیوادونو په جمله کې راځي چې ډیر پناه غوښتونکي ورځي.

د ملګرو ملتونو ادارې دا هم وړاندوینه کړې چې ښاې د روان کال د دسمبر تر میاشتې په دغه شمیر کې نور هم ډیروالې راشي. دغه اداره اټکل کوي چې د روان کال تر پایه به په صنعتي هیوادونو کې د کډوالو پناه غوښتنلیکونه ۴۲۰زرو ته ورسیږي، چې په تیرو اتو کلونو کې دا تر ټولو لويه شمیره ده.

فولکس ایموګن/ سیدریاض

کتونکی: نجيب الله زيارمل