1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م: د ښځو د حقونو په اړه «تاريخي» غونډه تر سره شوه

AFP/نسيم صابر۱۳۹۱ اسفند ۲۶, شنبه

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۵) د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د يو پرېکړه ليک په سر په ملګرو ملتونو کې ناندرۍ راپورته شوې. خو ګډون وال په پايله کې توافق ته سره ورسېدل.

https://p.dw.com/p/17yrA
انځور: DW/F. Görner

ايران، واټيکان، روسيې او يو شمېر اسلامي هېوادونو د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د پرېکړه ليک د جوړېدو مخالفت کړی و. د ښځو د حقونو د غونډې په جريان کې ژور اختلافات وليدل شول. ايران، ليبيا، سوډان او نورو اسلامي هېوادونو ګواښ کړی و چې د پرېکړه ليک تصويب به له ناکامۍ سره مخامخوي، خو په پايله کې په دې جملې باندې توافق وشو چې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د «هيڅ دود، عنعنې يا مذهبي لاملونو» له مخې نه شي توجيه کېدای.

د همجنس بازانو حقونه

غربي هېوادونو، په تېره بيا د سکانديناويا يعنې د اروپا له شمال څخه هغه غوښتنې آرامې کړې چې له مخې يې بايد د همجنس بازانو او جنسي حقونو موضوع هم ذکر شوې وای د دې لپاره چې پرېکړه ليک تصويب شي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړيو هېوادونو تر منځ د دوو اوونيو لپاره سختې ناندرۍ راپورته شوې وې.

تقريبا ۶۰۰۰ غير دولتي ګروپونه نيو يارک ته راغلي ول تر څو د ښځو د وضعيت په نوم د غونډې څارنه وکړي. د خوشحالۍ او چک چکو لوړ آوازونه پورته شول کله چې د جمعې په ماښام د ملګرو ملتونو په مقر کې د پرېکړه ليک اعلان وشو.

يوه تاريخي غونډه

ميشل باشلېت، چې د ملګرو ملتونو د ښځو د ټولنې اجرايوي مشره ده، وويل چې دا يوه «تاريخي» غونډه وه. پرېکړه ليک هغه وخت اعلان شو چې باشلېت خپله دنده پرېښوده او چلي ته ستنه شوه. د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وويل: «په ټوله نړۍ کې خلکو عمل غوښتی و، د دې لپاره چې د تاوتريخوالي مخه ونيول او ژوندي پاته شويو قربانيانو ته عدالت او مرسته ورسيږي.»

د مصر اخوان المسلمين ګوند پرېکړه ليک «غير اسلامي» بللی دی
د مصر اخوان المسلمين ګوند پرېکړه ليک «غير اسلامي» بللی دیانځور: DW/N. Eltoukhy

ګڼ شمېر هېوادونو د مصنوعي سقط جنين او د مېړه له خوا د جنسي تېري په صورت کې د تاوتريخوالي له يادولو سره مخالفت کړی و. د مصر اخوان المسلمين ګوند د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې شوی سند غير اسلامي بللی دی او خبرداری يې ورکړی دی چې هغه «د ټولنې د زوال» سبب ګرځي. خو د مصر رسمي چارواکې، مروت طلوي، چې د مصر د ښځو د شورا مشره ده، له پرېکړه ليک څخه ملاتړ وکړ. هغې وويل چې دغه پرېکړه ليک ته اړتيا وه د دې لپاره چې «د محافظه کارۍ يوه څپه او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول» پای ته رسيږي.

ناروې او دنمارک د يوې اروپايي ډلې مشري وکړه او د امريکا له متحده آيالاتو سره يو ځای يې په پرېکړه ليک کې د يوې څرګندې ژبې له کارونې څخه ملاتړ وکړ. د غونډې تر وروستيو شېبو پورې داسې برېښېدل چې هغه به ناکامه شي، خو په پای کې ټولې خواوې توافق ته سره ورسېدې.