1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م غواړي چې د سودان او جنوبې سودان تر منځ شخړې پای ته ورسوي

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14ffT

د ديبلوماتیکو کړیو په حواله د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سودان او جنوبي سودان پر ضد پر داسي بندیزونو باندې غور کیږي چې وکولای سي د تېلو پر ساحو باندې د دواړو هیوادونو شخړې او جګړې راکمی سي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افریقا د اتحادیې استازي او د جنوبي افریقا پخواني جمهور رئیس تابو ام بیکي او د ملګرو ملتونو خاص استازي هایله مان کېریوس، وویل چې په دواړو هیوادونو کې سخت دریځي ډلې پر قدرت دي او د جنګ اور ته لمن وهي.

د امنیت شورا له دواړو اړخونو څخه یو وار بیا د کشمکشونو او شخړو د کاملې او عاجلې ختمېدو غوښتنه وکړه. د امریکا متحده ایالاتو بیا خپل یو خاص استازی خرطوم او جوبا ته استولی دئ.