1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م م : په روان ميلادي کال کي به د ترياکو په توليد کي لږوالی راسي

۱۳۸۸ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د ملگرو ملتو د يوی نوی خپری سوي څیړني له مخه په روان ميلادي کال کي ښايي افغانستان ډير زيات ترياک توليد نه کړي...

https://p.dw.com/p/Lxi0
يو افغان کرونده ګر د دوو تنو نېښ وهنکو سره د ترياکو د نېښ وهلو پر مهال
يو افغان کرونده ګر د دوو تنو نېښ وهنکو سره د ترياکو د نېښ وهلو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

که څه هم د ملګرو ملتو د نشه يي توکو د جرايمو پر ضد د مبارزي اداری له خوا په ارزونه کي وړاوينه شوي چي د ترياکو په توليد کي به کموالي رامنځ ته شي، خو په 2010 کي به هم د ترياکو د کښت 123 زره هکتار ځمکي د تير کال په څير ثابتي پاتي شي.

په دغي څیړنی کي ويل شوي دي: « د روان فصل په ترڅ کي بده هوا سږ ميلادي کال په حاصلاتو کي ښایی کموالي رامنځ ته کړي، د دي خبري معني دا ده چي په دي هيواد کي به د ترياکوتوليد راتيټ شي. د نشه يي توکو د توليد د کمښت لړي له 2007 کال څخه را په دي خوا پيل شوه څرنګه چي په نوموړي کال کي له 8200 ټنو څخه په تير ميلادي کال يعني په 2009 کال کي 6900 ټنو ته راټيت شول».

ملګرو ملتو وويل چي د ترياکو د توليد دغه کمښت وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي افغان بزګرانو په تير 2009 کال کي له هرهکتار ځمکي څخه 56کيلو ګرامه ترياک حاصل واخیست، هغه يوه کچه چي د ترياکو په نورو توليدونکو هيوادونو لکه برما، لاؤس تايلند په پرتله ډير لوړه ده. هلته هر هکتار ځمکي څخه يواځي لس کيلو ګرامه حاصل اخيستل شوي دی.

د نشه يي توکو د جرايمو پر ضد د مبارزي لپاره د ملګرو ملتو په څيړنه کي خبرداري ورکړ شوي: «د ترياکو په بيعي کي بدلون چي په تيرو دوو کلونو کي ډير ټيت شو او اوس يي بيرته په لوړيدو پيل کړي، ښايي بزګران دي ته واړوي چي بيرته د نشه يي توکو کښت ته مخ واړوي.»

په يو هيواد کي چي لا تراوسه د طالبانو تر مشري لاندي بغاوت سره لاس او ګريوان دي امنيتي وضعيت د بزګرانو په فکر کي مهم نقش لري. د ملګرو ملتو په څيړنه کي راغلي دي: « هغو سيمو کي چي امنيتي وضعيت کمزوري دی، په سلو کي 80 ځمکو کي ترياک کرل شوي دي، حال دا چي له امن څخه برخمنو سيمو کي دغه کچه په سلو کي 7 ته رسيږي.

همدا راز چيرته چي د حکومت واکمني ټینګه ده، هلته ډير لږ بزګران د ترياکو د منع له فرمان څخه سرغړونه کوي، خو د افغانستان په جنوب لويديځ کي چيرته چي مرکزي حکومت چندان له قدرت څخه برخمن نه دی، هلته د ترياکو ستر او پراخي کروندي موجود دي.

په انځور کي د شيرې ډکه ترياکۍ وينی چي د شيرې د ټولولو پرمهال ډکه سوې ده
په انځور کي د شيرې ډکه ترياکۍ وينی چي د شيرې د ټولولو پرمهال ډکه سوې دهانځور: dpa

د نشه يي توکو د جرايمو پر ضد د مبارزي لپاره د ملګرو ملتو د اداري مشري، انوتونيو مريا کوستا په يوی وينا کي وويل د دغي څیړنی پيغام روښانه دی، هغه دا چي: « د دي لپاره چي د نړي دغو انسان وژونکو توکو توليد کي د کموالي لړي دوام پيدا کړي، په افغانستان کي بايد د امنيت د ټينګولو، پرمختيا او غوره حکومتوالي ته پاملرنه زياته شي.»

هغي وويل: افغان چارواکي بايد د نشه يي توکو د توليد پر ضد مبارزي ته دوام ورکړي، په دغه مبارزه کي د هغوی برياليتوب د نړي د برياليتوب دی.»

د افغانستان د هلمند په ولايت کي چي د ترياکو د سترو توليد کونکو څخه شميرل کيږي، کابو 15000 افغان، امريکايي، بريتانوي، فرانسوي او استونيايي سرتيري د طالبانو په يوي ستري هډي باندي د عملياتو لپاره تياري نيسي. پوځي چارواکو ويلي دي چي د دغو عملياتو موخه دا ده چي مارجه ولسوالي د طالبانو له وجود څخه تصفيه کړي. ويل کيږي چي طالب ياغيان د ترياکو له سوداګري او قاچاق څخه ګټه تر لاسه کوي، که څه هم دوي خپله کله چي د 1996 تر 2001 کال په قدرت کي ؤ، د ترياکو کرل يي منع کړي ؤ.

امريکا متحده ايالات او ناتو چي په ګډه په اوسني و خت کي افغانستان کي 113 زره سرتيري لري، په لومړی سر کی د نشه يي توکو پر ضد عملياتو کي يي برخه نه اخيستله. خو کله چي د طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاقببرانو تر منځ اړيکي بربنډي شوی، نړيوالو ځواکونو خپلي ستراتيژي ته بدلون ورکړ او په تيرو دوو کلونو کي په ټڼونو نشه يي توکي له منځه يوړل او د نشه يي توکو قاچاقبران يي ونيول.

مريا کوستا يادونه وکړه: « له مناسبو محلي اقداماتو لکه د سيمه ايرو شوراګانو په مشري مبارزو، د واليانو په مشري د نشه يي توکو د توليد له منځه وړل او تر څنګ يي پرمختيايي مرستو سره کيداي شي چي د افغانستان له 34 ولايتونو خخه 25 يي په بشپړه توګه د ترياکو له کروندو څخه وژغورلي شي.»

AG&DPA&AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل