1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو: ايران طالبان په وسلو سمبالوي

۱۳۸۹ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ناتوځواکونه په دي باور دي چي په نوموړي جګړه ځپلي هيواد کي ياغيانو ته له بهر څخه وسلي او نوري مرستي رسيږي. په کابل کی د ايساف يو امريکايي جنرال تهران باندي دغسي يو ولګاوه

https://p.dw.com/p/R5FL
په دی انځور کی هغه وسلی ښودل شوی چی متحده ایالات وایی ایران په عراق که یاغاینو ته ورکړی دی
په دی انځور کی هغه وسلی ښودل شوی چی متحده ایالات وایی ایران په عراق که یاغاینو ته ورکړی دیانځور: AP

د ناتو تر مشري لاندي نړيوال امنيتی مرستندوي ځواک آيساف پرون يو ځل بيا په ايران باندي تور ولګاوه چي په افغانستان کي له ياغيانو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.

د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف د لوي درستيز مرستيال، امير البحر، ګريګوري سميت وويل: « هغوي يعني ايرانيان، ياغيانو ته يو محدود شمير د ټوپکو ګولي، د پټ خښ کړاي شوو بمونو يا IED تخنيکي توکي، توغندي، آر پي جي يا توغندي چي د اوږي له سر څخه توغول کيږي، د هغو شبکو له لاري چي په سرحد کي جوړي شوي دي ورکوي.»

نوموړي امريکايي پوځي په خپلو يادونو کي ايران ته په اشاري سره وويل: «دوي غواړي چي د لوبي يوه برخه اوسي.»

په اوسني وخت کي په افغاسنتان کي څه د پاسه 140 زره بهرني سرتيري چي ډيري امريکايان دي د طالب ياغيانو او د حکومت له نورو وسلوالو مخالفينو سره په جګړو بوخت دي.

د ايران اسلامي جمهوري که څه هم د ولسمشر حامد کرزي تر مشري لاندي له حکومت څخه ملاتړ کوي، په افغانستان او سيمه کي د امريکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت لري.

د ايساف د لوي درستيز مرستيال، امير البحر سميت وويل چي ايران له ياغيانو سره د مرستو لپاره يوه « شبکه جوړه کړي ده.»

هغه زياته کړه چي ايران په افغانستان او عراق کي د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو لپاره د سر خوږ پيدا کولو لپاره، له ياغيانو سره مرسته کوي. د نوموړي امريکايي پوځي د معلوماتو له مخي : «خو تهران افغان ياغيانو ته هومره پوځي مرسته نه ورکوي، لکه چي په عراق کي له وسلوالو ډلو سره کوي.

د آيساف دغه قوماندان چي پرون په کابل کي د افغانستان د پوځي وضعيت په هکله خبريالانو معلومات ورکول له ياغيانو سره، د هغه د خپلي ادعا له مخي، د ايران مرستو ته په اشاري سره وويل: «البته نن دغه مرستي د نړيوال ايتلاف لپاره زيات د اندينښي وړ خبره نه ده.» خو هغه وويل:« کيداي شي په راتلونکي کي ايران خپلي مرستي پراخي کړي. د افغانستان بي ثباتي د ايران په ګټه نه ده.»

تهران هم د داسي تورونو په وړاندي تل ويلي دي چي ايران « د افغانستان له حکومت سره ملګري دي، نه له مخالفينو سره يي.»

خو په عين وخت کي دا خبره کوي چي په افغانستان او سيمه کی د نړيوالو ځواکونو حضور د سيمي بي ثباتي زياته کړي ده.

ناتو په پام کی لري چي په روان ميلادي کال کي افغان ځواکونو ته د مسوليت د ليږدولو پروسه پيل او تر 2014 کال پوري هغه بشپړه کړي. د یو ګډ پلان له مخي وروسته له نوموړي کال څخه به بهرني جنګي ځواکونه په افغانستان کي پاتي نه شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر