1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو د يوه پخواني قوماندان د وسلو ډېپو الوزولی

رضا شېر محمدي۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه

په پروان ولایت کې د یوه پخواني قوماندان د وسلو پر ډیپو د ناټو تر يرغل وروسته د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکو لاریون وکړ او د کابل- مزارشريف، لویه لار یې د څه مودې له پاره وتړله.

https://p.dw.com/p/1Fpe9
انځور: AP

په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو د دوشنبې په سهار د پروان ولایت په دایان سیمه کې پر يوه زاړه کور عملیات وکړل. ویل کیږي چې دغه کور د یوه پخواني قوماندان جان احمد خان، دی او وسلې پکښې وې.

که څه هم ویل کیږي چې د ناټو په یوه هوایي برید کې د وسلو دغه زیرمه له منځه وړل شوې، خو د پروان ولایت د والي ویاند وحید صدیقي، دویچه ویله ته وویل چې د ناټو ځواکونو دغه ډیپو ته چاودنه ورکړې ده:

«دغه عملیات چې د افغان ځواکونو په غیاب کې شوي دي، د خلکو قهر او غوسه یې راپارولې ده چې له معترضو کسانو سره د ولایت مقام د هئیت تر خبرو وروسته قناعت تر لاسه شو. دغه موضوع هم د مرکزي دولت له خوا او هم د سیمه ییز حکومت له لوري تر څېړني لاندي ده.»

صدیقي وویل چې ځایي چارواکي د جنگي مهماتو له دغسي یوې زیرمي څخه بې خبره ول او په هغه صورت کې چې د ناټو له خوا دغه اطلاعات له دوی سره شریک شوي وای، د دې امکان وو چې افغان امنیتي ځواک د دغو وسلو د ظبطیدو اقدام کړی وای.

تر دغو عملیاتو وروسته د ياد پخواني جهادي قوماندان پلویانو په مرکز چاریکار کې لاریون وکړ او د کابل- مزارشريف، لویه لار یې څه موده د ترافیکو پر مخ وتړله. هغوی د امریکا ضد شعارونه ورکول.

دغي قضیې په کابل کې هم غبرگونونه راپارولي دي. د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، په وزیرانو شورا کې ويلي دي، دغه عملیات چې د ناټو د «پریکړنده ملاتړ» ماموریت په چوکاټ کي تر سره شوي، د خلکو د اندېښنې سبب شوي دي.

د اجرائيه رئیس مرستیال ویاند جاوید فیصل، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «جمهور رئیس، د هغه اجرائيه رئیس، د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د افغانستان د ملي امنیت رئیس د ناټو له عمومي قوماندان سره ملاقات کړي دي او له هغه څخه یې د دغو عملیاتو د څرنگوالي په هکله د معلوماتو وړاندي کولو غوښتنه کړې ده.»

فیصل زیاته کړه: «د افغانستان حکومت هیڅ ډلي ته اجازه نه ورکوي چې د مجاهدینو، افرادو او یا هغو ډلو چې د افغانستان په یووالي کې ونډه لري پر ضد دسیسې وکړي.» هغه وويل چې دغه موضوع په جدي توگه څیړل کیږي.

د شمال له ائتلاف سره تړاو

یو شمیر پخواني مجاهدین پر کورونو ناست دي، خو په دې وروسیتو وختونو کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د یرغلونو تر ډیریدو وروسته، یو شمیر يې بیرته وسله وال شوي دي او د طالبانو پر ضد جنگیږي.

رپوټونه وایي چې په وروستیو وختونو کې د ولسمشر لومړي مرستیال او د ملي جنبش گوند مشر جنرال دوستم او د جمعیت اسلامي گوند یو غړی عطا محمد نور غواړي چې د ولسمشر د اجازې په صورت کې یو ائتلاف جوړ کړي، څو د طالبانو او داعش پر ضد وجنگیږي.

د اجرائيه ریاست د مرسیتال ویاند د وینا له مخې هغه عملیات چې د ناټو له خوا په پروان کې شوي ول د شمال له ائتلاف سره تړاو نه لري او په وینا یې یوازي په یوه ولایت پوري نه مربوطیږي، بلکې د هیواد په کچه یو موضوع ده او دا ایجابوي چې په هکله یې هر اړخیزي څېړني وشي.

په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته، د «پريکړنډه ملاتړ» موريت دنده د افغان امنیتي ځواک روزنه او هغوی ته مشورې ورکول دي. د دغه نوي ماموریت په چوکاټ کې امریکایي ځواکونه د افغان امنیتي ځواک پر روزني سربیره «د ترهگرۍ ضد هدفي عملیات» هم پر مخ وړي.

په ولسي جرگه کې د پروان د خلکو استازي خواجه صدیق احمد عثماني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې تر اوسه معلومه نه ده چې رښتيا هم د جان احمد خان په دغه زوړ کور کې جنگي مهمات ول.

هغه د ناټو پر دغه عمل باندي د نیوکي په ترڅ کې وویل، که چیري هغوی دغه کور نه وای الوزولی نو دا به معلومه شوې وای چې هلته څه ول: «که چیري هلته د وسلو او مهماتو ډیپو وای، چې طبعا د افغانستان قوانین یې اجازه نه ورکوي، باید د افغانستان د دولت له خوا یو اقدام شوی وای. زما په آند په هغه صورت کې به نه یوازي خلک موافق وای، بلکي د مجاهدینو قوماندانانو به هم کوم مخالفت نه درلودای.»

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو تر اوسه پوري په دې اړه غبرگون نه دی ښودلی.