1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو: له افغانستان سره اوږد مهال مشارکت لپاره کار کوو

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

د عمومی منشی اندرز فوګ رازموسن د خبری له مخی ناتو په افغانستان کی د خپل ماموریت د «یو نوی پړاو» په درشل کی دی.

https://p.dw.com/p/RI47
اندرز فوګ رازموسنانځور: dapd

راز موسن پرون دا خبر په برلین کی د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غوڼدی په پرانیستلو کی وکړه . هغه وویل دغه نوی پړاو افغان امنیتی ځواکونو ته د مسوولیت د لیږدو سره پیل کیږی.

افغان حکومت له دی مخکی اعلان کړی دی جی د چنګاښ په میاشت کی به په اوو سیمو کی له نړیوالو خواکونو څخه مسوولیت تسلیم شی.

خو د ناتوعمومی منشی د برلین غوندی په پرانیستی وینا کی وویل د مسوولیت له انتقال سره ناتو له افغانستان څخه سمدلاسه په وتلو پیل نه کوی.

« یوه خبره باید په څرګندو الفاظو سره بیان کړم ، هغه دا چی د مسوولییت لیږدول په هیڅ ډول سره له افغانستان څخه په عین وخت کی د وتلو» معنی نه لری، څو مره چی افغانان زیات مسوولیت په غاړه اخلی، هومره آیساف د افغان ځواکونو د روزنی او ملاتړ په برخه کی خپل نقش پراخوی.»

د آلمان او امریکا متحده ایالاتو په شمول یو شمیر هیوادونو له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو د پیل لپاره ضرب الاجلونه ټاکلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو جارو وزیری هیلیری کلینتن خپلو متحدینو ته له افغانستان څخه د مخکی له وخت څخه د سرتیرو د ایستلو پر ضد خبرداری ورکړ، که څه هم واشنګتن خپله د جولای په میاشت کی د خپلو ځینو سرتیرو د وتلو پلان لری. کلینتن د برلین په غونده کی دتاتو د بهرنیو جارو وزیرانو ته وویل :« په وتلو کی له بیړی څخه طالبان کټه اخلی او دی ته انتظار باسی چی لاس ته راغلی پرمختګونه په شاوتمبوی.

رازموسن مخکی له دی چی د آیساف د غړو هیوادونو دروازه تړلی غونده ته دوام ورکړی، په خپلی وینا کی برخه والو ته ډاډ ورکړ چی ناتو د یو ثبات لرونکی افغانستان جوړیدل غواړی.

«د ناتو متحدین د یو خپلواکمن، خپلواک، دیموکرات، ثبات لرونکی او له مصونیت څخه برخه من افغانستان د جوړیدو په نسبت ژمنه لری. دا یو اوږدمهاله ژمنه ده ، هغه یوه ژمنه چی د افغانستان له خلکو سره د ناتو د اوږد مهال مشارکت د پلان سره نوره هم پیاوړی کیږی.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر جی د ناتو د برلین د غوندی کوربه توب يی په غاړه دی ډاډ ورکړ چی د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته به هم ناتو د افغانانو لپاره یو د اعتماد وړ شریک وی:

«د انتقال له دوری وروسته به په افغانستان کی جنګی سرتیری نه پاتی کیږی. خپل هیواد ته زمونږ د سرتیرو له ستنیدو سره زمونږ مسوولیت پای ته نه رسیږی. په دی وجه نن مونږ په برلین کی د افغانستان او د ناتو تر منځ د اوږد مهال مشارکت د څرنګوالی په هکله خبری کوو».

وسترویله یادونه د افغانستان په شمال کی وروستیو خونړیو پیښو ته په اشاری سره وویل جی ښایی سږ کال بیاهم «له یو لړ ناخوالو پیښو سره مخامخ شو، خو هغه وویل چی د آلمان حکومت له پلان سره سم به سږکال د آلمانی سرتیرو وتل پیل کړی.

وسترویله وویل د انتقال له پروسی سره موازی باید د افغانستان د لانجی سیاسی حل ته هم باید ځانګړی پاملرنه وشی:

« یواځي له پوځي لاری د افغانستان کړکیج حل کیدای نه شی. په همدی وجه د دسمبر په پیل کی به مونږ په بن کی د افغانستان تر مشری لاندی په یوه کنفرانس کی په دی هکله کار وکړو.»

هغه وویل آلمان او نړیواله ټولنه به د دی کنفرانس په جوړیدو کی مرسته وکړی خو مشری، تصمیم او پریکړی افغان حکومت پوری اړه لری چی څرنګه د یو بین الافغانی دیالوک سره د ملی پخلاینی پروسه بریالیتوب ته رسوی.

عبدالباری حکیم

برلین