1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو وايي د لوبو پلاستيکي تفنگچې هم خطر لري

۱۳۸۵ دی ۱۵, جمعه

د ناتو ځواکونو په افغانستان کې وېره ښکاره کړې ده ځکه چې په نوموړي هېواد کې وار په وار ماشومان د لوبو تفنگچې گرځوي. د ناتو وياند آين کلوني د جمعې په ورځ څرگنده کړه دوی وېره لري چې عسکر به دغه د لوبو سامان سمې تفنگچې وگڼي او کوم څوک به په غبرگون کې ټپي شي.

https://p.dw.com/p/DKBH
د اختر د لوبو يوه تحفه که خطرناک سامان؟
د اختر د لوبو يوه تحفه که خطرناک سامان؟انځور: medica mondiale
عسکر اوس هڅه کوي چې د کوچنيانو ميندې او پلرونه دغې ستونزې ته متوجه کړي. »دغه موضوع ډېره جدي ده.« کلوني داسې انگېري چې ډېرۍ دغه پلاستيکي تفنگچې د اختر تحفې دي چې د مسلمانانو دغه مهم جشن د تېرې اونۍ په پای کې ولمانځل شو. په افغانستان کې 32000 د ناتو سرتېري شته دي چې د هغو په جمله کې د آلمان عسکر هم راځي. دغه ټلواله د امنيت چارې په غاړه لري او د ياغي طالبانو په وړاندې مبارزه کوي.