1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو په ليبيا کي د ولسي وګړو د احتمالي وژني پلټنه کوي

۱۳۹۰ فروردین ۱۲, جمعه

يوه ورځ وروسته تر هغه چي په ليبيا کي د پوځي عملياتو قومانده ناتو په غاړه واخيستله، د ليبيا له دنني څخه د متحدينو د هوايي ببماريو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو ادعا سوې ده.

https://p.dw.com/p/RETJ
فرانسوۍ جنګي الوتکه
فرانسوۍ جنګي الوتکهانځور: AP

ناتو وايي چي د هغو رپوټونو په هکله يي پلټنه پيل کړي چي وايي د لويديځو متحدينو د هوايي ببماريو په نتيجه کي په ليبيا کي د 40 تنو ولسي وګړو د مرګ ژوبلو خبره په کښي ياده سوې ده.

کانادايي تورن جنرال چارلز بوچرد چي د ليبيا د پوځي عملياتو قوماندان دي وويل چي، د هغو رپوټونو څخه چي په طرابلس کي د يو ايتالوي مسيحي اسقف له خولي ورکړل سوي دي«خبر» دی.

دغه اسقف ادعا کړې ده ، چي د پلازمېني طرابلس د بوسليم په سيمه کي د هوايي ببماريو په نتيجه کي 40 تنه ولسي وګړي وژل سوي.

جنرال بوچرد وويل:« زه پدې هکله پلټنه کوم چي آيا د ناتو ځواکونه پ دي پيښه کي لاس لري کي نه.»

ناتو پرون رسماً په ليبيا کي د ټولو پوځي عملياتو قومانداني د لويديځو متحدينو څخه چي مشري يې د فرانسي او بريتانيا په غاړه وه، واخيستله.

بوچرد د ايتاليي د نياپل له ښار څخه په بروکسل کي د ناتو مقر ته د يو ويدويي کنفرانس له لاري دغه اعلان وکړ: « د پنجشنبې په سهار د سيمي پر وخت په 6 بجو ناتو د ليبيا پر هوايي قلمر باندي د ټولو نړيوالو عملياتو قومانداني په غاړه واخيستله.»

په بروکسل کي د ناتو د پوځي قوماندانۍ رييس، امير البحر ګيام پاولو دي پاولا وويل د ناتو ماموريت درې برخي لري: د ليبيا پر ضد د وسلو د پلورلو بنديز عملي کول، د لبيا پرهوايي قلمرو باندي د نه الوتني د بنديز پلي کول او د ولسي وګړو ساتنه.

د ناتو نوموړي پوځي مقام د هغه سازمان د ماموريت پر وروستۍ برخي باندي زيات ټينګار وکړ چي، زياته پاملرنه به ورته وسي:« زموږ د ماموريت تر ټولو مهمه برخه د حملو او يا د حملو له ګواښونو څخه د ولسي وګړو ساتنه ده. او موږ په دې هم ښه پوهيږو چي د ليبيا د کړکيچ لپاره يوازي پوځي حل وجود نه لري.»

د ناتو د پوځي کمېټې رييس هغه رپوټونه رد کړل چي ګواکي د لويديځو متحدينو د هوايي ببماريو په نتيجه کي په ليبيا کي ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو هغه هم د کاناډايي جنرال په څير يادونه وکړه چي کوم رپوټونه چي په ليبيا کي د يو مسيحي اسقف له خولې د ولسي وګړو د مرګ ژبولو په هکله ورکړل شوي دي، هغه به تر پلټني لاندي ونيسي.

آژانسونه/ عبدالباری حکیم

کتونکی: بریښنا صابر