1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو په ګرجستان کي پوځي آزمويني پيل کړی روسيه هغه ښکاره لمسوني بولي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

د روسیی جمهور رییس: «هيڅ وخت په داسي ځاي کښي بايد نظامي تطبيقات او مانورې تر سره نسي، چی همدا لږ موده مخکي هلته جنګ ؤ. دا هيڅ د منلو وړنده .»

https://p.dw.com/p/Hkoq
د روسيي جمهور رييس ميدويديف
د روسيي جمهور رييس ميدويديفانځور: picture-alliance/ dpa

د ناټو هيڅ يوه پوځي تطبيقاتو مخکي له مخکي دا ډول سياسي جنجال نه ؤ راپيدا کړي ،لکه دغه . د سولي او همکارۍ په چوکاټ کي تطبيقات چه په هغه کښي تر لسو ډيرو د ناټو او غير ناټو د هيوادو څخه ۲۰۰۰ عسکر له ثقيلو وسلو څخه پرته، برخه اخلي . خو هغه بيا پداسي يوه هيواد کښي تر سره کيږي چی يو کال يې لا د جنګ څخه نه تيريږي . څو ورځي مخکي د روسېې جمهوررييس ميدويديف وويل: «هيڅ وخت په داسي ځاي کښي بايد نظامي تطبيقات او مانورې تر سره نسي، چی همدا لږ موده مخکي هلته جنګ ؤ. دا هيڅ د منلو وړنده . »

دا خبره په حقيقت کي درسته هم ده . د تيرکال د اګست د جنګ تصاويرچی په هغه کښي خلګ مړه او زخميان سول ،کورونه ونړيدل ،او موټران خراب سول ، د ټولوپه ياد دي .

اوس هم د شپې لخوا په غير ثابتوسرحدونو کښي د ګرجستان او جلاسوو جمهورريتو، جنوبي اوستیا اوابخازيا تر منځ ډزی او نښتي رامنځته کيږي .

خو داچی د روسيې، ګرجستان او ناټو تر منځ يوازي د پوځي تطبيقاتو د ښه والي يا خرابوالي تر موضوع نوري موضوعګاني هم سته ،نو هغه د تراوسه عکس العملو څخه معلوميږي . د مې د مياشتي په شروع کي د روسېې او ناټو د لوي درستيزانو ليدنه کتنه نه تر سره کيږي . روسېې همدارنګه د خپلو متحدينو څخه وغوښتل چی په پوځي تطبيقاتو کي برخه وانخلي ،چی په نتيجه کښي قزاقستان ،صربستان او ملداويا په نظامي تطبيقاتو کي د نه ګدون اعلان وکړ .

ناټو د خپله طرفه دوه روسي مخبرين د غير مناسبو اشخاصو په حيث اعلان کړل ، چی بل مقابل بيا د روسيې خارجه وزير لاوروف د ناټو د خارجه وزيرانو سره په پلان سوې ليدنه کتنه کي د نه ګډون اعلان وکړ.

داچی روسيې په رسمي ډول د ابخازيا او جنوبي اوستیا د سرحدونو دفاع پر غاړه اخيستې ده ،هم د دواړو خواوو ډيپلوماتيکي تشنج په له منځه وړلو کښي کومک نه کوي .

پوځي آزمويني او که رښتيا هم لمسونی؟
پوځي آزمويني او که رښتيا هم لمسونی؟انځور: AP

ميدويديف بيا وايي :

«که زموږ غربي انډيوالان موږ د هغوی په مقابل عمل قانع کول هم غواړي ، خو د 6 د مې څخه د جون تر لومړی پوري پلان سوي نظامي تطبيقات په ښکاره ډول تحريکات دي . »

دغه تطبيقات به د ګرجستان جمهوررييس ساکاشويلي ته جرأت ورکړی ، تر څو بيا مجهز سي ، او جنګ شروع کړی . دهغه څخه چی جنوبي اوستیا او ابخازيا بيره لري . »

په تفليس او ناټو کي هم اوس د تحريکاتو څخه خبري کيږي . د ګرجستان سره په سرحد کي د نورو روسي قواوو ځاي پر ځاي کيدل د شپږ فقره اي پلان څخه يوه ښکاره تيري دی ،چی د همدغه پلان له مخي بايد يوه دايمي سوله رامنځته سوې واي .

کريستينا نا ګل/ قاسم نوري

کتونکي: عبدالباري حکيم