1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نادال ماتو نه دی بې هیلې کړی

۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د رافیل نادال او جوکویچ ترمنځ د دوشنې ورځې په لوبې کې جوکویچ وتوانید چې خپل حریف ته ماتې ورکړي. نادال چې یو ځل بیا د ماتې په خوړولو سره خپل هیواد ته روان دی وایې دغه شان لوبې دی لا نور د راتلونکو لوبو لپاره آماده کوي

https://p.dw.com/p/12YGk
رافیل نادال
رافیل نادالانځور: picture alliance/dpa

نادال توانیدلې وو چې په 2010 کال کې جوکویچ ته ماتې ورکړي خو تر دغه وخت څخه را په دې خوا دی نه دی توانیدلې چې جوکویچ ته ماتی ورکړي.

جوکویچ اوس د نړۍ لومړی نمبر د تینس لوبغاړی دی
جوکویچ اوس د نړۍ لومړی نمبر د تینس لوبغاړی دیانځور: picture alliance/empics

د جوکویچ د دوشنبې د ورځې بریا په وروستي کال کې د نادال په وړاندي د شپږم ځل لپاره بریا وو چې هر وارې یې په فینال کې تر لاسه کړي ده. نادال په دې اړه وویل:

«په پرله پسې توګه د شپږو لوبو بایلل، یو ډیر دردناک حالت دی. خو زه به هره ورځ سخت کار وکړم ترڅو دغه حقیقت ته بدلون ورکړم. نو زه اوس یو هدف لرم. دا به ډیر سخت کار وي خو زما هدف ماته ډیر اسانه بریښي.»

یو څه چې نادال پوهیږي باید یې په خپلې لوبې کې پیاوړی کړي، هغه سرویس دی. نادل په خپله وایې:

«په وروستیۍ لوبې کې زما سرویس ډیر خراب وو. زما سرویسونه باید ښه شي.»

نادال وایې چې باید په لوبې کې خپل سرویس لا پسی پیاوړي کړي
نادال وایې چې باید په لوبې کې خپل سرویس لا پسی پیاوړي کړيانځور: dapd

په وروستیو کې د نادال وخت چندان ښه نه تیریږی. هغه خپل د نړۍ لومړۍ مقام جوکویچ ته له لاسه ورکړ. خو نادال وایې چې دی له دغو ټولو ماتو چې یې خوړلي ناامیده شوی نه دی. هغه وایې چې داسې یو کس نه دی چې ورستیو لوبو ته رسیدل یوه بده پایله وبلي:

«زه داسې یو کس نه یم چې وروستیو لوبو ته رسیدل یوه بده پایله وبلم. زه ځان دومره پیاوړی نه بلم خو هر وخت هڅه کوم چې پیاوړی او ښه اووسم.»

نادال وایې چې هر لوبغاړی باید خپله ماتې په هماغه ډول چې خپله بریا مني و مني.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل