1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نادري:پر بشري حقونو تيری کونکي بايد په انتخاباتو کي د ګډون اجازه و نه لري

۱۳۸۸ فروردین ۳۰, یکشنبه

د انتخاباتو د کمېسيون د وينا له مخه سر له راتلونکي اونۍ څخه کانديدان کولای شي چي خپل د کانديتوب غوښتنليکونه هغه کمېسيون ته وړاندي کړي...

https://p.dw.com/p/Ha5Z
د انتخاباتو د کمېسيون د وينا له مخه سر له راتلونکي اونۍ څخه کانديدان کولای شي چي خپل د کانديتوب غوښتنليکونه هغه کمېسيون ته وړاندي کړي.
د انتخاباتو د کمېسيون د وينا له مخه سر له راتلونکي اونۍ څخه کانديدان کولای شي چي خپل د کانديتوب غوښتنليکونه هغه کمېسيون ته وړاندي کړي.

د افغانستان لويديځ ملاتړ کونکي چي د طالبانو د مخ پر ډيريدونکي بغاوت سره لاس او ګرويان دي. ژمنه کړې چي د انتخاباتو د بهير د امنيت له پاره به نور سر تيري افغانستان ته واستوي او چمتو دي چي د انتخاباتو د 230 مليونو ډالرو د لګښت زياته برخه په غاړه واخلي. د افغانستان په تاريخ کي به دا دوهم وار وي چي جمهور رييس د خلکو په مستقيمو راييو سره ټاکل کيږي.

د انتخاباتو د کمېسيون د وينا له مخه سر له راتلونکي اونۍ څخه کانديدان کولای شي چي خپل د کانديتوب غوښتنليکونه هغه کمېسيون ته وړاندي کړي.

‌د هغه کمېسيون د دارلانشاء مرستيال، ذکريا بارکزي وويل:« د غوايي د مياشتي له پنځمي نيټې څخه وروسته کانديدان کولای شي چي خپل نومونه د هغه کمېسيون سره ثبت کړي.»

خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوول، احمد نادر نادري اندېښنه لري چي په دغه ليست کي ښايي د هغو کسانو نومونه هم راشي چي په بشري حقونو باندي په تيرو تورن دي او يا جرمي سابقې لري. نادري د رويتر خبري آژانس ته په يوه مرکه کي ويلي.

«موږ اندېښنه لرو....د يو قانوني ميکانيزم د نشتوالي له امله د کانديدانو د سابقې پلټنه ګرانه ده.»

نادري وويل، که څه هم د افغانستان نوی اساسي قانون چي د طالبانوله واکمنۍ څخه وروسته جوړ شو وايي، چي د وسلوالو ډلو غړي او مشران او همدا راز هغه کسان چي د يوې محکمې له خوايې جرم ثابت شوی وي، حق نه لري چي ځان د جمهوري رياست له پاره کانديدکړي.

افغانستان څه دپاسه ديرش کلونو را په دې خوا له بهرنيو پوځي مداخلو او له کورنيو جګړو سره لاس او ګريوان دی. د دغو جګړو د بيلابيلو اړخونو ډيری مشران چي په تيروکلونو کي په بشري حقونو باندي په تيريو تورن دي، اوس د جمهور رييس حامد کرزي په حکومت کي پر غټو څوکيو ناست دي.

نادري وويل، د عام ولس هر وګړی کولای شي چي د انتخاباتو کمېسيون ته ورشي او عرض وکړي چي چا او کوم کانديد په تيرو وختونو کي په بشري حقونو باندي تيری کړی دی، خو نه د انتخاباتوکمېسيون او نه هم حکومت د هغه يوه ميکانيزم له پاره، مقررات ټاکلي چي د هغو له مخه دي د بشري حقونو تيري کونکي او جګړه ماران د کانديدتوب له ليست څخه وايستل شي. نادري يادونه وکړه، د افغانستان حکومت يوه داسي محکمه نه ده جوړه کړې چي په هغې کي د تيروکلونو پر حقونو باندي د تيريو پر دوسيو غور وشي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوول نادري يادونه وکړه چي کرزی او د هغه لويديځ ملاتړ کونکي سياسي اراده نه لري چي جګړه ماران تر محاکمې لاندي ونيسي، ځکه هغوی د طالبانو د بغاوت د لمني له پراخيدو ويره لري.

«په نړيواله ټولنه کي يوه غلطه انګېرنه موجوده ده، هغه دا چي که چيري د عدالت په خاطر دوسيو ته لاس ور وړ شي، نو دغه يوه نسبي سوله چي موجوده ده دا به هم له مينځه ولاړه شي». نادري وويل:« خو څېړنو او مطالعاتو ښودلي ده چي په افغانستان کي دا خبره حقيقت نه لري.»

هغه وويل :« خلک د عدالت او د يو سم حکومتوالی څخه خبري کوي او وايي چي يوازي له همدې لاري دلته سوله ټينګېدای شي. طالبانو بيرته کليو، بانډو او ولاياتو ته لاره پيدا کړه، ځکه چي خلک د حکومت له چارواکو څخه ناهيلي شوي دي.»

نادری زياته کړه:« که چيري تاسي عدالت او سم حکومتوالي ټينګ ګړی او دغه د بشري حقونو سرغړونکي خلک له څوکيو څخه راوپرځوی، د خلکو اعتماد او باور لاس ته راوړای شي، له دې لاري تاسي کولای شي چي د طالبانو پر ضد په وقايوي اقداماتو لاس پوري کړی.»