1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نادولتي ټولنه ټپي شوي افغان ماشومان آلمان ته راوړي

۱۳۸۶ مهر ۳۰, دوشنبه

د »ماشومان موږ ته اړتيا لري« په نامه يوه ټولنه چې يوازې د بسپنو د لارې خپل لگښتونه پوره کوي هغه ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته راولي چې په جگړو کې ژوبل شوي دي. د نوموړې ټولنې مشر ښاغلی عتيقکو ارديانر د شمالي پاکستان د کلاش قوم پورې مربوط دی او خپلې زده کړې يې په افغانستان کې بشپړې کړي دي.

https://p.dw.com/p/DK8D
دا مهال 59 ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته راوستل شوي دي
دا مهال 59 ماشومان د درملنې په موخه آلمان ته راوستل شوي ديانځور: medica mondiale
ښاغلی ارديانر له پنځه ويشتو کالونو راهيسې په آلمان کې ژوند کوي او له پنځو تنو نورو مرسته کوونکو سره يې په روانه مياشت کې گڼ شمېر زخمي شوي افغاني ماشومان آلمان ته راوستل. شل تنکي ماشومان چې په آلمان کې تر درملنې وروسته اوس روغ او جوړ دي بېرته افغانستان ته ستانه شول او 59 سخت ټپي شوي ماشومان الوتکې ته وخېژول شول. د ټولنې يو بل فعال غړی مارکوس دېوندر نوميږي چې په 1994 م کال کې يې په پاکستان کې د افغانانو له يو کمپ څخه ليدنه کړې وه. هغه وخت يې شپږ زخمي ماشومان په خپلو پيسو روغتون ته ورسول تر څو د هغوی علاج وشي. نوموړی د ښاغلي اديانر په همکارۍ په آلمان کې له څلويښتو شفاخانو او 230 هغو کورنيو سره په تماس کې دی چې آلمان ته د راوړل شويو ماشومانو پالنه کوي.