1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناسا ځمکي ته ورته سیاره کشف کړې

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۲, جمعه

د ناسا ادارې ویلي دي چي مځکي ته یې یوه ډیره ورته سیاره کشف کړې ده. دغه سیاره شپږ میلیارده کاله عمر لري او اوکپلر- 452b نومیږي او د ځمکې په پرتله۶۰ سلنه لویه ده. امکان شته چې په دغه سیاره کې دې یو وخت ژوندي موجودات ول.

https://p.dw.com/p/1G4Cm
انځور: NASA Ames/JPL-Caltech/T. Pyle

په واشنګټن کې د ناسا له امیز څیړنیز مرکز څخه جان کرنزفیلد، وویل چې کشف شوې سیاره د «ځمکې نزدې خپله ده». دا په دې معنی چې دغه دوې سیاري یو و بل ته ورته دي. هغه وویل: «دغه په زړه پوړي کشف موږ د یوې دویمي ځمکي کشف ته لا هم نزدې کوي.»

د ژوند وړ شرایط

د کپلر له خوا د استول شویو معلوماتو د څېړني د بهیر مشر جان جینکینس، ویلي دي چې ځمکې ته ورته دغه سیاره پر خپل لمر باندي په ۳۸۵ ورځو کې راگرځي او د ځمکې په پرتله یې دغه دوره یوازي پنځه سلنه اوږده ده.

د سیارې د نورو جزئیاتو په اړه تراوسه پوري لا نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو مخکني معلومات ښيي چې د کپلر- 452b په شان سیارې ډیر وخت غرنۍ وي. جینکینس وویل: «دغې سیارې میلیاردونه کلونه د خپل لمر مدار وهلی دی نو دا په دې معنی ده چې په دې سیاره کې ژوند امکان لري. د دې امکان هم شته چې يو وخت دې په دغه سیاره کې ژوند موجود وو.»

د انسانانو هدفت

کله چې د کپلر له یوه څیړونکې جیف کاګلین، څخه وپوښتل شول چې ایا انسانان کولای شي دغي سیارې ته سفر وکړي، هغه وویل: «دا د انسانانو لومړي گام دی. زه او ته به دغو سیارو ته سفر و نه کړو خو زموږ ماشومان او زموږ د ماشومانو ماشومان کیدای شي چې دغه ځای ته ولاړ شي. له اوس څخه یو نسل وروسته انسانان کولای شي چې دغي سیارې ته سفر وکړي. دا د انسانانو له پاره یو هدف ټاکي.»

د کپلر سپوږمکی له ۲۰۰۹م کال راهیسي ځمکې ته ورته سیارې لټوي. دغه سیارې باید په داسي سيمو کې وي چې هلته ژوند ممکن وي د خپل لمر او نورو ستورو په مدار کې حرکت وکړي.

که یوه سیاره دغه خصوصیات ولري نو له تیوریک لحاظه پکښې د انسانانو ژوند امکان لري. پر دې سربیره باید د دغو سیارو په سطحه کې اوسپنه او ډبري موجودي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب