1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناورې غواړي ډېر مهاجر بيرته روسیې ته ولېږي؟

۱۳۹۴ بهمن ۷, چهارشنبه

ناروې غواړي د هغو مهاجرو یوه برخه بیرته ولېږي چې د روسیې له لاري ئې سرحد ته رسیدلي. تر ۵۰۰۰ د زیاتو دغو مهاجرو برخه لیک په اړه د ناروې د پناغوښتونکو د مرستي ټولني غړي یون اوله مارتنزن له دويچه ويله سره په دې اړه ږغېدلی.

https://p.dw.com/p/1Hkgd
انځور: Getty Images/AFP/C. Poppe

دویچه ویله: دا څرنګه کیدای شي چې په دې سړه هوا کې په زرونه مهاجر له روسیې څخه ناروې ته د رسیدو هڅه کوي؟

مارتنزن: د دوی ډېری د پنا په لټه کي دي. دوی د سوریې، افغانستان او نورو هیوادونو دي او دا یې د ځان له پاره اروپا ته د رسیدو یو امکان ګڼلی.

دویچه ویله: خو ولي دوی د بالکان لاره نه ده انتخاب کړې؟

مارتنزن: له دوی څخه یې ځينو موږ ته وویل چې په کښتیو کې ورته د مدیترانیې له لارې سفر ډير خطرناک ښکارېدی او ویریدلي چې کیدای شي مړه شي. ځکه یې د روسیې لار انتخاب کړه. خو دا هم بايد وويل شي د دوي ځیني يې د روسیې تابعیت او یا د دایمي اقامې حق لري. د دوی په برخه کې موږ له حکومت سره هم نظره یو چې پر دوسیو یې چټک کار وشي او هغه چې د پنا مستحق نه دي، بیرته روسیې ته واستول شي. خو په دوي کې داسي انسانان هم شته چې له روسیې سره هیڅ تړاو نه لري او په ویزه سره یې یوه خوندي هيواد ته د رسیدو په موخه له دغه هیواده سفر کړی.

دویچه ویله: دا خبره خو څرګنده ده چې د مهاجرو او پناغوښتونکو په مقابل کې د روسیې نظر ډير انتقادي دی، په تیره بیا د مسلمانو پناغوښتونکو پر وړاندي. نو بیا ولې روسیه دغه مهاجرو ته له خپلي خاوري څخه د تیریدو اجازه ورکوي؟

مارتیزن: دا چې د روسیې حکومت دې مسئلې ته څرنګه ګوري، زه نه پوهیږم. خو هغه پناغوښتونکو چې له روسیې څخه یې د یوه ترانزیتي هیواد په توګه کار اخيستی، موږ ته ویلي دي چې قاچاقبرانو ورته ویزه او له روسیې څخه د انتقال وعده ورکړې وه. خو زموږ له پاره دا مهمه ده، هغه کسان چي دلته رارسېدلي دي بايد زموږ د پناه ورکولو له قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو له مخي ورسره چلند وشي.

دویچه ویله: د ناروې او روسیې ترمنځ پر پوله اوس وضعیت څرنګه دی؟ او دا چې ناروې غواړي دغه مهاجر بیرته روسیې ته ولېږي خو روسیه یې بیرته نه مني؟

مارتیزن: د جمعې په ورځ د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګې برندې ته خبر ورکړل شوې وو چې روسیه د مهاجرو د بیرته لیږد په اړه نورو خبرو اترو ته چمتو ده خو ناروې په لومړي سر کې اوس روسیې ته رښتیا هم نور مهاجر نه لېږي. خو غواړي چې دغه کار وکړي. له روسیې سره په خبرو اترو کې دا مهمه ده چې دغه کار به څرنګه عملي کیږي.

دویچه ویله: هغه کسان چې بیرته روسیې ته لیږل کیږي، څرنګه چلند به ورسره کیږي؟ او آیا د دوی بیرته لیږل له اخلاقي پلوه سم کار دی؟

مارتیزن: زموږ په آند د هغو بیرته لیږل چې دوه ګوني تابیعت او یا هلته د اقامې اجازه لري، سم دی. خو هغوي ته چې روسیه یې یوازي د یوه ترازیتي هیواد په توګه کارولی دی، په رښتیا هم اندیښمن یو. ځکه که دغه کسان بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه نه شي او وغواړي په روسیه کې پنا ترلاسه کړي نو دا یوه ناآرامونکې خبره ده. ځکه په دې اړه ډير رپوټونه شته چې اړتیا لرونکي په روسیه کې پنا نه ترلاسه کوي.

دویچه ویله: په ټوله اروپا کې د مهاجرو پر وړاندي مقاومت مخ پر زیاتیدو دی. د ناورې وګړي په دې هلکه څه فکر لري؟

مارتیزن: په تیر کال کې موږ د یوه مثبت بهیر شاهدان وو. خلکو له پنا غوښتونکو سره مرسته وکړه او د «مهاجرو د هرکلي ډلي» رامنځته شوې. خو په ټولنیزو رسنیو کې د پنا غوښتونکو پر ضد ډیري انتقادي تبصرې هم وشوې. موږ دواړه وینو، ډير ملاتړ او ډیر زیات انتقاد او شک، په ټولنیزو رسنیو کې او هم د ځينو سیاستوالو له خوا.