1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو:د دفاع وزيران د افغانستان د روانو حالاتو پر سر سلا مشورو له پاره سره راټول سوی.

۱۳۸۶ آبان ۲, چهارشنبه

د شمالي اطلس د دفاعي تړون ناټود 26 غړونو هيواد ونو د دفاع د وزيرانو په هغه غونډه کي چي نن د هالنډ هيواد په نورد ويگ ښارکي روانه ده اصلي موضوع يي په افغانستان کي د امنيت خرابوالي دی.

https://p.dw.com/p/DK8B
ددې غونډي تر ټولو اړين ټکی دادی چي د ايساف په چوکاټ کي د ناټو ځواکونو ته پوځي وسايل او اکمالات واستول سي.
ددې غونډي تر ټولو اړين ټکی دادی چي د ايساف په چوکاټ کي د ناټو ځواکونو ته پوځي وسايل او اکمالات واستول سي.انځور: AP
په تيره بيا د امريکې متحده ايالتونه او برتانيه له غړو مملکتونو څخه غواړي چي افغانستان ته ډ ير عسکر او جنگي مهمات واستوي.
او پخپله د ناټو د غړو هيواد ونو د دفاع وزيران په افغانستان کي د آيساف په چوکاټ کي د ناټو د ستونزو په اړه سلا مشورې سره کوي.
د وی به په پولنډ او چک کي د توغند يو د دفاعي سستم د ځای پر ځای کولو پر سرهم بحث سره وکړي.
د امريکي ددې کار سره روسيه سخت مخالفت کوي.