1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو افغانستان ته د تازه روزونکو سرتیرو لیږد تایید کړ

۱۳۹۶ تیر ۸, پنجشنبه

د ناټو سازمان مشر وايي چې د دې نړیوال ائتلاف غړو هیوادونو افغانستان ته د نورو سرتیرو پر لیږد هوکړې ته رسیدلې ترڅو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو روزنه پرمخ یوسي او له دوی سره په ګډه کار وکړي.

https://p.dw.com/p/2fbgR
Nato-Manöver «Iron Wolf 2017»
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kulbis

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۲۹مه نېټه) وویل چې «۱۵ هیوادونو [په دې ماموریت کې] له وړاندې نه د لا ډیرې ونډې ژمنه کړې.»

نوموړې په دې هکله همدا راز وویل چې د ناټو سازمان له نورو غړو څخه هم ورته تمه کیږي ترڅو په بروکسل کې ترسره کیدونکی د ناټو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې ورځې په ناسته کې د لا ډیرې ونډې ژمنه وکړي. بریتانیا په دې ترڅ کې د ۱۰۰ سرتیرو د لیږلو وړاندیز کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو پوځي سازمان ۱۵ غړو هیوادونو روانه میاشت د بندو دروازو ترشا په یوه ناسته کې پریکړه کړې وه چې دوی افغانستان ته د دوی د ۲۰۱۸م کال د پوځي ماموریت له پاره د سرتیرو او پوځي تجهیزاتو د لیږد له پاره چمتوي دي.

سټولټنبرګ وايي چې د سرتیرو دغه زیاتول په دې معنی نه دي چې د ناټو سازمان به یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو د ځپلو له پاره د جګړې میدان ته داخل شي. ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت دوه کاله مخکې پای ته ورسوو.

داسې انګیرل کیږي چې امریکا غواړي افغانستان ته د ۳ څخه تر ۵ زرو پورې تازه دمي سرتیري او ناټو بیا د ۱۲۰۰ په شاخوا کې سرتیري ولیږي.

اوسمهال په افغانستان کې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې کابو ۱۳۴۵۰ سرتیري په افغانستان کې په دنده ګمارل شوي ترڅو د دې هیواد امنیتي ځواکونه وروزي. له دې ډلې څخه شاوخوا ۸۴۰۰ یې امریکايي او پاتې ۶۹۰۰ سرتیري یې بیا د ناټو د سازمان د غړو هیوادونو پورې تړاو لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (07.05.2017):