1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو افغانستان ته د قوماندان او نوي ماموريت پريکړه وکړه

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه

د ناټو غړو هيوادونو د دفاع وزيرانو په غونډه کي افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان پر ټاکلو او په دغه هيواد کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نوي „ غير پوځي“ ماموريت د پيليدو پريکړه وکړه.

https://p.dw.com/p/16NfL
انځور: Reuters

د چهارشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۱۰) په پروکسل کي د ناټو غړو هيوادنو د دفاع وزيرانو، جوزيف دونفورد په افغانستان کي د ايساف ځواکونو نوی قوماندان و نوماوه.

جنرال دونفورد، چي په افغانستان کي به د جنرال جان الين ځای ناستي وي، له دغه هيواد څخه به د بهرنيو ځواکونو د وتلو او کرار کرار افغان امنيتي ځواک ته د امنيتي مسئوليت د سپارلو پروسې مسئوليت پرغاړه ولري.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل سوي دي او له ۱۴۰۰۰۰ بهرنيو سرتيرو څخه اوس نزدې ۱۰۰۰۰۰ سرتيري، چي په هغو کي ۶۸ امريکايان دي پاته دي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن له دې سره سره چي په لوېديځو هيوادونو کي د افغانستان د ماموريت ملاتړ لږ سوی دئ، وويل چي په افغانستان کي د ناټو ستراتيژي کار کوي او د عسکرو را ايستل له پلان سره سم پر مخ ځي.

د ناټو عمومي منشي زياته کړه، چي ناټو له افغانستان څخه بېخي نه وزي او اوس خپل راتلونکي ماموريت ته چي له ۲۰۱۵ عيسوي کاله پيليږي او هدف ئې د افغان امنيتي ځواک روزل دي تياری نيسي.

په بروکسل کي د ناټو د دفاع وزيرانو په افغانستان کي د دغه تړون د سياسي او پوځي رهبرۍ د نوی ماموريت وړانديز تصويب کړ، چی په راتلونکو څو مياشتو کي دې پلان جوړ کړي.

د امریکا د دفاع وزير ليون پنيتا، د امريکا د سمندري ځواکونو يو جنرال جوزيف دونفورد، او په اروپا کي د امریکايي ځواکونو قوماندان جيمس ستيوريديس
د امریکا د دفاع وزير ليون پنيتا، د امريکا د سمندري ځواکونو يو جنرال جوزيف دونفورد، او په اروپا کي د امریکايي ځواکونو قوماندان جيمس ستيوريديسانځور: Reuters

د دې ماموريت په اړه به له افغان حکومت سره سلا مشورې وسي. د راسموسن په خبره د دې غير پوځي ماموريت هدف دا دئ چي افغانستان يو وار بيا د تروريستانو د پټېدو ځای و نه گرځي.

داسي ويل کيږي، چي په دې ماموريت کي به د ناټو پر ۲۸ غړو هيوادونو سره بيره د ۶ نورو هيوادونو لکه اوستراليا، اوکراين او سويس هيوادونو له ۱۰ څخه ۲۰ زرو پوري پوځيان گډون وکړي.

المانۍ ورځپاڼه اوسنابروک د چهارشنبې په ورځ په يوه تبصره کي ليکي، چي ناټو په افغانستان کي د نوماموريت جزئيات پټ ساتي خو يوازي دومره وايي، چي د نوي ماموريت هدف ئې د افغان امنيتي ځواک روزل دي.

ورځپاڼه زياتوي، دا داسي ښکاري چي په افغانستا کي به له ۲۰ زرو څخه تر ۳۰ زرو پوري سرتيري پاته سي، چي دا به له افغانستان څخه د سرتيرو ايستل نه بلکي د هغوی د شمېر کمول وي.

انترفکس/ dpa/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش