1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: افغان ځواکونه بهتره سوي دي

آژآنسونه / ا. و. ا.۱۳۹۵ خرداد ۱۳, پنجشنبه

د شمالي اټلانټک تړون ناټو وايي چي افغان ځواکونه تر پخوا بهتره سوي دي. ناټو وايي چي هغوی د وسله والو طالبانو پر ضد به جګړه کي پرمختګونه کړي.

https://p.dw.com/p/1IyfQ
انځور: imago/Xinhua

په افغانستان کي د ناټو د ماموريت «قاطع ملاتړ» وياند جنرال چارلي کلېفلنډ ويلي دي چي افغان ځواکونه او په زياته ځانګړي ځواکونه د بهتره کېدو په حال کي دي. نوموړي زياته کړې ده: «افغان امنيتي ځواکونو له دفاعي څخه اوس خپله وړتيا و تعرضي ته اړولې ده.»

د دغه جنرال په وينا دا له دې کبله ولي چي د افغان ځواکونو «وړتياوي د زياتېدو» پر مخ دي. کلېفلنډ زیاته کړې چي د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو جنګي وړتياوي د لا ښه کېدو په حال کي دي. نوموړي د چهارشنبې په ماخستن ويلي چي «همدا وجه ده چي موږ په محتاطانه توګه سره د راتلونکو مياشتو په هکله خوشبينه يو.»

کلېفلنډ ويلي دي چي په افغانستان کي د ناټو د «قاطع ملاتړ» د ماموريت او په دغه هيواد کي د امریکايي پوځ د ماموريت نوی قومندان جنرال جان نيکلسن به په راتلونکو ورځو کي و خپل پوځي مشرتابه ته خپل راپور وړاندي کړي. د نيکلسن دغه راپور د هغې راتلونکي فيصلې له پاره مهم بلل کيږي چي په افغانستان کي د امريکايي او ناټو د ځواکونو شمېر بايد څومره وي.

نيکلسن د درو مياشتو راهيسي په افغانستان کي د ناټو او د امريکايي پوځ د ماموريتونو قومنده لري. د دغه جنرال په هکله ويل کيږي چي په افغانستان کي د اوږد پوځي ماموريت او د زیاتو بهرنيو عسکرو د موجوديت پلوي کوي.

دا په داسي حال کي چي په تيرو مياشتو کي وسله والو طالبانو افغان امنيتي ځواکونو ته سخت زيانونه اړولي دي. وسله وال طالبانو د افغانستان په یو شمېر ولايتونو کي د سيمو په نيولو هم توانېدلي دي.