1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: افغان ځواکونو ته مو د امنيتي مسووليتونو د سپارلو لړۍ پيل کړه

۱۳۸۹ مرداد ۲۵, دوشنبه

افغان ځواکونو ته د مسوليتونو دسپارلو پر سره له تيرو څو کلونو راهيسي ناندرۍ رواني وي.

https://p.dw.com/p/Ooo5
افغان امنيتي ځواکونه د گزمې پر مهال
افغان امنيتي ځواکونه د گزمې پر مهالانځور: AP

د شمالي اتلانتيک تړون له افغانستان څخه دخپلو سرتيرو د وتلو يوازنۍ لاره د افغان کورنيو سرتيرو په غښتلتيا کي ويني.

افغان دولت او لويديځ متحدين يي تيره مياشت د کابل په نړيوال کنفرانس کي په دي سره سلا شول چي بهرنۍ قواوي امنيتي واګي سوکه سوکه افغان سرتيرو ته وسپاري.

افغان ولسمشر ډاډ ورکړ چي ځواکونه به يي تر ۲۰۱۴ کال پوري په بشپړ ډول امنيتي مسوليتونو ته اوږه ورکړي.

دادی اوس د مهال ويش له مخي افغان قواوو ته د امنيتي مسوليتونو د انتقال پروسه پيل سوې ده.

په افغانستان کي د ناټو نطاق جنرال جوزيف بلاتس نن په يوه خبري ناسته کي وويل چي افغان ځواکونو ته به د امنيت د انتقال پروسه ګام په ګام پر مخ بيايي.

«همدا اوس موږ د امنيتي مسوليتونو د ليږدولو په لومړۍ پروسه کي قرار لرو، دغه پروسه اوس تر نظارت لاندي ده، ايساف جغرافيايي ساحي او هغه تاسيسات چي د مسوليتونو د سپارلو په لومړي ګام کي قرار لري تشخيصوي او وروسته به د عملي کولو لړۍ پيل کيږي چي په دغه پړاو کي به ايساف ډير مسوليتونه افغان دولت ته پريږدي.»

په برکسل کي د ناټو عمومي منشي راسموسن او جنرال پيتريياس د ويناو پر مهال
په برکسل کي د ناټو عمومي منشي راسموسن او جنرال پيتريياس د ويناو پر مهالانځور: AP

واشنګټن ويلي چي په ۲۰۱۱ کال کي به له افغانستان څخه دامريکايي سرتيرود وتلو لړۍ پيلوي. خو په افغانستان کي د ناټو مشر قوماندان جنرال ديويد پتريوس په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي چي دی به اوبهاما ته د دغه مهال ويش د بدلون وړانديز وکړي.

په ورته وخت کي د ناټو وياند جنرال بلاتس د خصوصي امنيتي کمپنيو په منحلولو کي له افغان دولت سره همکارۍ ته چمتو والي وښود.

جنرال وويل چي د امنيتي کمپنيو تشه به هغه وخت افغان ځواکونه ډکه کړي چي دوئ يي دمسوليتونو د اخيستو جوګه سي.

« موږ په پلان کي لرو چي د يوي خاص ځواک د رامنځ ته کولو پر مټ د دغو شرکتونو چاري وڅارو، له افغان دولت سره اوږه په اوږه کار کولو سره به موږ افغان ځواکونه غښتلي کړو او خصوصي کمپنيو ته به اړتيا ليري سي.»

د پوځي چارو مبصرين په دي آند دي چي د افغان ځواکونو د شمېر او وړتياو لوړول امنيتي خصوصي کمپنيو ته اړتيا ليري کولای سي.

دمګړۍ د ملک دننه تر پينځوستوډيري امنيتي خصوصي کمپنۍ په فعاليت بوختي دي. د امنيتي کمپنيو کړنو په دي ورستيو کي د افغان ولسمشر غوصه را پارولې او حتي دا چي هغه له دغو کمپنيو سره کار کول حرام بللي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل